
له تورخمه هره ورځ ۳۰ميليونه افغانۍ عوايد راټولېږي
د تورخم کميسارۍ مسئولينو وايي: د پخوا په پرتله يې په تورخم ښارګوټي کې د ترانزيټ او ترانسپورت پر وړاندې ډېرې آسانتياوې رامنځته کړې، چې له امله يې د فساد مخنيوی شوی او ورسره د دولت په عوايدو کې څو برابره زياتوالی راغلی.د تورخم کميسار مولوي صديق خالد وايي: هره ورځ د تورخم له لارې له اته ۸۰۰ تر ۱۳۰۰ سوو زياتې سوداګريزې لارۍ تګ راتګ کوي ،چې له درکه يې هره ورځ ۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کېږي.خالد زياته کړه: (( د تورخم له لارې هره ورځ له ۸۰۰ څخه تر ۱۳۰۰ پورې ترانزيت لارۍ په تورخم کې تګ راتګ کوي ،چې ورځني عوايد ترې ۳۰ ميليونه افغانۍ تر لاسه کېږي، مخکې به هره ورځ شپږ ميليونه افغانۍ عوايد وو، دغه راز په هڅه کې يو، چې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په برخه کې نورې آسانتياوې هم برابرې شي او شته ستونزې حل شي.))د تورخم کميسارۍ چارواکي همداراز زياتوي ،چې په تېرو شپږو مياشتو کې ۵۰ زره ناروغان د تورخم له لارې پاکستان ته د درملنې په هدف تللي دي.د تورخم کميسارۍ مرستيال مولوي مصطفی کمال وايي: دا ناروغان له پاسپورت او وېزې پرته د يو ځانګړي طرز العمل له مخې له پاکستاني لوري سره د يوې هوکړې پر بنسټ تګ راتګ کوي.دی د تورخم له لارې د ځينو تاريخي آثارو او نورو قيمتي ډبرو له نيول کېدو خبر هم ورکوي، چې پاکستان ته قاچاق کېدل.کمال زياته کړه: (( موږ ګڼ شمېر تاريخي آثار، نشه يي توکي او قيمتي ډبرې ،چې قاچاق کوونکو غوښتل پاکستان يې قاچاق کړي، زموږ امنيتي ځواکونو نيولي دي او لا په هڅه کې يو ،چې دلته شته ستونزې حل کړو.))بلخوا، د تورخم له لارې پاکستان تلوونکي ناروغ لرونکی نورحبيب او ګلزخان شکايت کوي او وايي: قانوني اسناد هم لري، خو له څو ورځو راهيسې په دې نه دی توانېدلي، چې خپل ناروغان پاکستان ته د درملنې په موخه انتقال کړي.نورحبيب زياته کړه: (( پاکستاني عسکر په آسانۍ اجازه نه ورکوي، چې له تورخمه واوړې ،ځکه په يوه او بل نامه درڅخه رشوت اخلي او د تورخم له لارې پاکستان ته تلوونکې خلک له ستونزو سره مخ دي.))ګلزخان زياتوي: (( ۱۲ ورځې مې کېږي ،چې تورخم ته راغلی يم او غواړم خپل ناروغ پاکستان ته د درملنې په موخه يوسم، خو تراوسه اجازه نه ده راکړل شوې غوښتنه کوو ،چې آسانتياوې برابرې شي.)) تورخم له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پرته دروازه ده، چې د هېواد يو له مهمو سوداګريزو لارو ګڼل کېږي او هره ورځ پرې زرګونه کسان پاکستان ته تګ راتګ کوي.