
اقتصاد
له بلخ څخه قزاقستان ته د ۵۰ ټنه انارو جوس صادر شول
د بلخ رسنيز مرکز اعلان کړی، چې په دې ولايت کې يوې فابريکې د ۲،۱ يو اعشاريه دوه ميليونه افغانيو په ارزښت ۵۰ ټنه انارو جوس د حيرتان له لارې قزاقستان ته صادر کړي دي.د بلخ رسنيز مرکز وړمه ورځ يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي چې د ((نور قادري)) شرکت له خوا د حيرتان بندر له لارې د انارو جوس قزاقستان ته صادر شوي دي.په خبرپاڼه کې راغلي ،چې دغه فابريکه په نږدې راتلونکي کې ازبکستان ته هم خپل توليدات صادروي.دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په بلخ کې دغه خصوصي شرکت قزاقستان ته بسکوټ صادر کړي وو.