اقتصاد

له بلخ څخه جدې ته د لومړي ځل لپاره الوتنې پيل شوې

د لومړي ځل لپاره، د بلخ مولانا جلال الدين محمد بلخي له نړيوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته رسماً دوه اړخيزه الوتنې پيل شوې .

د لومړي ځل لپاره، د بلخ مولانا جلال الدين محمد بلخي له نړيوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته رسماً دوه اړخيزه الوتنې پيل شوې . د ياد هوايي ډګر عملياتي آمر احمد خالد اختياري وايي، چې د يادو پروازونو په لړ کې د پنجشنبې په شپه د لومړي ځل لپاره د کام اير هوايي شرکت له لوري ۱۲۱ تنه افغانان د عمرې اداء کولو په موخه، د سعودي عربستان جدې ښار ته ولېږدول شول.د اختياري په وينا، د پروازونو له پيلېدو سره سم به، کام اير هوايي شرکت، له مزارشريف څخه جدې ښار ته په اوونۍ کې هره چهارشنبه يو الوتنه ولري، چې د ۹ شمال او شمال ختيځ ولايتونو مسافر به ياد هيواد ته لېږدوي. (( موږ اوس کوښښ کوو، هغو ځايونو ته چې مسافر تګ او راتګ لري پروازونه پيل کړو، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په دې هڅه کې دی، چې خلکو ته هوايي او ځمکنۍ آسانتياوې برابرې کړي. له ټولو هغو هيوادونو سره چې موږ پخوا او اوس ورته پروازونه لرو، له دوی سره په اړيکه کې يوو، چې خلکو ته د وېزو او الوتنو سهولتونه برابر کړو ،تر څو موجوده ستونزې هوارې شي))په همدې حال په شمال زون کې د کام اير هوايي شرکت مسئولين، له مزارشريف څخه جدې ښار ته د پروازونو په پيل خوښي څرګندوي او وايي، چې له سعودي عربستان نه وروسته به، هيوادوالو ته د آسانتياوو په هدف، په راتلونکي کې هندوستان ته هم خپل دوه اړخيزه پروازونه پيل کړي. په شمال حوزه کې د کام اير شرکت عمومي مسئول حاجي محمد طاهر مصدق په دې اړه وايي: (( نن ورځ د هيوادوالو لپاره د خوښۍ خبر او زېری دی، چې وروسته له دې له مزارشريف څخه جدې ښار ته الوتنې ترسره کېږي، د کام اير شرکت رهبري دې ته ډېره لېوالتيا لري، چې هيوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي، هڅې مو روانې کړي چې له مزارشريف څخه هندوستان ته هم خپلې الوتنې پيل کړو))بلخوا، سعودي عربستان ته يو شمېر تلونکي افغان مسافر هم د کام اير شرکت د هوايي پروازونو په پيلېدو خوښ دي. دوی وايي، پخوا به دغه پروازونه يوازې له مرکز څخه کېدل، چې کابل ته تر رسېدو به د لارې په اوږدو کې له ګڼ شمېر ستونزو څخه مخ کېدل.جدې ښار ته تلونکي دوه تنه افغان مسافر، عبدالله او معصوم په دې اړه وايي: ((  د سالنګ له لارې چې کابل ته تللو، ډېرې ستونزې به وې، ۲۱ ساعته به مو مزل کوه او لاره به هم بنده وه، اوس الحمدالله د مزار او ۹ شمال او شمالي ولايتونو خلکو لپاره ډېر سهولت دی، خوښ يو چې له دې ځای نه بهرته په لوتکه کې ځو)) (( موږ ډېر خوشحاله يو، ځکه چې پخوا له بلخ نه جدې ښار ته پروازونه نه وو، خلک به کابل ته تلل، اوس الحمدالله له مزار نه تر جدې پورې خلک کولای شي، د فرضي حج، عمرې اداء کولو او کار لپاره په ډېرې اسانۍ سره هره چهارشنبه پرواز وکړي)) که څه هم تر دې وړاندې، د کابل او جدې ترمنځ دوه اړخيزه الوتنې ترسره کېدلې، خو دا لومړی ځل دی، چې له مزارشريف څخه سعودي عربستان ته الوتنې کېږي.د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې کام اير هوايي شرکت، د بلخ مولانا جلال الدين محمد بلخي له نړيوال هوايي دګر څخه پاکستان، ايران او ترکيې هيوادونو ته الوتنې ترسره کولې، ياد هوايي شرکت په راتلونکي کې پلان لري، چې هندوستان ته هم خپلې الوتنې پيل کړي.  احمد ا لله ستانکزي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button