
له ایران څخه راستون شوي پلاوي خپل سفر له لاس ته راوړنو ډک وباله
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ افغان پلاوی د ایران له شپږورځني سفر وروسته هیواد ته راستانه شوي او په یوه لنډ خبري کنفرانس کې یې منلې چې له ایراني لوري سره یې ګڼ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ افغان پلاوی د ایران له شپږورځني سفر وروسته هیواد ته راستانه شوي او په یوه لنډ خبري کنفرانس کې یې منلې چې له ایراني لوري سره یې ګڼ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د راپورونو له مخې د ملابرادر په مشرۍ یو ګډ لوړپوړی پلاوی پرون ماخوستن له ایرانه هوایي ډګر ته راورسېدل او د خپل سفر او لاسته راوړنو په اړه یې رسنیو ته مالومات ورکړل. ملاصاحب برادر یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او په وینا یې چې ددې سفر لویه موخه افغان محصولاتو ته د ارزانې او خوندي لارې موندل دي. د ښاغلي برادر د وینا له مخې چې د خپل سفر په ترڅ کې یې د هغه هیواد له ګڼو لوړپوړو چارواکو او له بېلابېلو صنعتي او اقتصادي سیمو لیدنه کړې ده. ده ویل چې افغاني توکي به له دې وروسته په ارزانه او خوندي توګه بهرنیو هیوادونو ته استول کېږي. د اقتصادي مرستیال له قوله چې له تهران سره یې ګڼ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او دا هوکړه لیکونه به نه یوازې د افغانستان، بلکې د ایران په ګټه هم وي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د دې پلاوي یوه غړي نورالدین عزیزي هم په خپلو خبرو کې وویل چې سر له ننه افغانستان کولی شی چې د چابهار بندر له لارې صادرات او واردات پیل کړي. ده ویل چې د یادې موضوع په اړه یې له ایراني لوري پوره ډاډ اخیستی دی.
یاده کوو چې اوونۍ وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برارد اخوند په مشرۍ یو پلاوی په رسمي سفر ایران ته ولاړ او د هغه هیواد له چارواکو سره یې په بېلابېلو هوایي، ټرانسپورټ، بندري، وسپني او د پټلۍ چارو په رغولو کې ګڼ شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.