اقتصاد

له ایران سره د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال لړۍ پیل شوه

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره  له ایران څخه د رېل ګادي په وسیله هېواد ته د سوداګریزو توکو د را انتقالېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره  له ایران څخه د رېل ګادي په وسیله هېواد ته د سوداګریزو توکو د را انتقالېدو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې (له ایران هېواد څخه تر فتحې وروسته لومړنی قطار، چې یو لوکوموتیو او ١٧ واګونه دي او د دې بار مجموعي وزن ٦٥٥ ټنه او د خواف -هرات ٤ ټوټې لومړي فاز رېل دی، د خواف-هرات وسپنې پټلۍ له لارې هرات ولایت ته وارد او په بریالیتوب سره روزنک ستیشن ته راورسېد).

د سرچینې په خبره دغه قطار ازمايښتي دی او تر څو ورځو به دوهم قطار هم روزنک سټېشن ته راورسيږي او تر هغه وروسته به په نورمال ډول د اوسپنې پټلۍ  له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات روان وي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې له ایران هېواد سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پيلېدل د افغانستان لپاره لوی زېری بللی او زیاته کړې يې ده، چې په دې سره د کاري فرصتونو د برابرېدو ترڅنګ افغانستان د ایران اوسپنې پټلۍ له لارې له ترکیې او اروپا او د چابهار بندر له لارې له هند سره ونښلوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button