سیاست او دولت

له افغان چارواکو بندیزونه لري شوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړمه شپه په یو اقدام کې د افغانستان د اسلامي امارت پر څو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیزونه لرې کړي دي. د یاد اقدام له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو لوی ریاست رئیس ملا عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزارت پر سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب د سفر بندیزونه پای ته رسیدلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړمه شپه په یو اقدام کې د افغانستان د اسلامي امارت پر څو لوړ پوړو مشرانو د سفر بندیزونه لرې کړي دي. د یاد اقدام له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د استخباراتو لوی ریاست رئیس ملا عبدالحق وثیق او د حج او اوقافو وزارت پر سرپرست وزیر مولوي نور محمد ثاقب د سفر بندیزونه پای ته رسیدلي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بندیزونو کمېټې د بندیز د پای ته رسېدو لیک د افغان چارواکو د حج د اداینې په موخه تصویب کړی دی.    د یادونې ده، چې له دې وړاندې د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ یو پلاوی متحده عربي امارتو ته په سفر تللی وو، چې د دې هېواد له مشرانو سره یې په بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button