سرلیکنې

له اسلامي امارت سره دې د واقعیت په توګه چلند وشي

اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم تښتېدلې مافیايي کړۍ او د هغوی اشغالګر باداران پرته له دې چې له اسلامي امارت سره د یو واقعیت په توګه چلند وکړي په خپلو ناوړو کړنو سترګې پټې کړي او د اسلامي امارت په وړاندې يې  منفي تبلیغات چې هېڅ اساس او رښتينتوب نه لري پیل کړي چې تر دې دمه د نړيوالو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره ترې کار اخلي، خو اسلامي امارت د خپل سوله ییز دریځ او زغم له مخې تردې مهاله خپلې چارې په پوره حوصله مندۍ پرمخ وړي او د هغو هېوادونو کړه وړه په ژوره توګه څاري،چې اوس هم په مختلفو پلمو د اسلامي امارت پر وړاندې ستونزې زېږوي.په هېواد کې اسلامي امارت واک ته د رسېدو له لومړي ورځې د نړیوال امنیت او په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د همیشني او تلپاتې امنیت د خوندیتوب په هکله روڼ او همغږی سیاست غوره کړی او هڅه يې کړې چې د سیمې هېوادونو وړاندوینو او اندېښنو ته د خبرو اترو له لارې لار وموندل شي چې د ټولو هېوادوالو لپاره د منلو وړ وي، اسلامي امارت د خپلو ژمنو بر بنسټ د سیمې امنیت د تامین لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي چې له امله يې په کور د ننه سراسري امنیت تامین کړی او هېڅ غیر   مسوول وسله واله يې نه دي پرېښی چې په کور د ننه او یا د سیمې د امنیت د خړپړ کېدو لامل وګرځي،نړیوالو ته به جوته شوې وي چې په افغانستان کې د بل هر وخت څخه امنیت ټینګښت موندلی او د اسلامي امارت مجاهدین د دې توان لري چې هره بلوسګره ډله چې د امنیت د خرابېدو هڅه وکړي له منځه یوسي نه پرېږدي چې اوسنۍ سوله ییزه فضا له ویرې او ګواښ سره مخ کړي،خو په خواشینۍ سره ویلی شو چې اوس ځينې هېوادونه له لاسوهنې ډډه نه کوي او  په پرله پسې توګه کله د مافیايي کړيو له لارې او کله د خپلو تبیلغاتي کړيو پربنسټ داسې هڅې کوي چې  د اسلامي امارت د پرمختيايي چارو په وړاندې خنډ او ستونزې را پيدا کړي ښه به وي چې  لاسوهونکې اشغالګر ځواکونه په خپلو تېرو کړنو او ناوړو پلانونو پانګونه ونه کړي او د هغې پانګوني ارزونه له خپلو وګړو پټه ونه ساتي ترڅو عام وګړي د دوی هغه کړنې وارزوي چې دوی يې له سخت زیان سره مخ کړل فکر په کار دی چې پر یو مظلوم ملت تېری او د هغوی دیني او ملي ارزښتونو ته زیان رسولو څه ګټه ترلاسه کړه او د کومو مافیایي کړیو د پانګونې د زیاتیدو لامل وګرځېد؟ کولای شي چې مسوولین يې په شفافه او رڼه توګه خپل ملت ته ځواب ووایي پوهېږو چې يرغلګرو به په دې ځواب ویلو کې بریالتیوب ترلاسه نه کړي ، ځکه هغوی د داسې کسانو ملاتړی ؤ چې د امهال په کور د ننه او بهرنیو هېوادونو کې د دنګو ودانیو شمېر ستوزمن دی. ښه به وي چې له دې وروسته د اشغالګرو هېوادونو مسوولین اوسیاسيون زموږ د بېګناه او جګړه ځپلو هېوادوالو په وړاندې د ناوړه او بيځایه تبلیغاتو لاس واخلي او یو ځل بیا په هغو کسانو پانګونه ونه کړي چې د دوی د غولونې او مالي زیان لامل شي .اسلامي امارت تل هڅه کوي چې له نړۍ سره د ښو او مناسبو اړیکو پیوند غښتلی وساتي ترڅو د متوازنو او متقابلو ګټو د خوندیتوب لپاره لاره هواره شي. ښه به وي چې نړیوال د اسلامي امارت پرمختیایې هڅې چې د ډېرو لاس وهونکو اشغالګرو د ستونزو او خنډونو سره مل ؤ. په بې پرې او رښتینې توګه وارزوي ځکه د اقتصادي بندیزونو او بانکي سیستم په وړاندې له خنډونو سره سره اسلامي امارت په زیاتو ستونزو برلاسی شوی که خدای (ج) کول راتلونکو کلونو کې به د تېرو کلونو په پرتله لاسته راوړنې زیاتې وي او د هېوادوالو شته ستونزې به هواري شي .هڅه روانه ده چې د لويو او ستراتیژیکو پروژو لپاره د پانګونې لاره وموندل شي ترڅو هغه اقتصادي ستونزو ته د تل لپاره حل پيدا شي،چې هېوادوال يې له اندېښنو سره مخ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button