سرلیکنې

له اسلامي امارت سره تعامل د سیمې او نړی د هيوادونو په ګټه دی

دا یوڅرګند او روښانه حقیقت دی، چې له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل په غونډو کې د اسلامي امارت د استازیو د ګډون په صورت کې به حتمي منطقي افهام او تفهیم را منځ ته کېږي او د هرڅه په اړه به عادلانه قضاوت صورت نیسي، ځکه تعامل د تفاهم له ټولواساسي اصل او مهم رکن ګڼل کېږي .

دا یوڅرګند او روښانه حقیقت دی، چې له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل په غونډو کې د اسلامي امارت د استازیو د ګډون په صورت کې به حتمي منطقي افهام او تفهیم را منځ ته کېږي او د هرڅه په اړه به عادلانه قضاوت صورت نیسي، ځکه تعامل د تفاهم له ټولواساسي اصل او مهم رکن ګڼل کېږي .

    کومه غونډه ،چې د تېرې اوونۍ د دوشنبه په ورځ د سلواغې میاشتې په نهمه نېټه د سیمه ییز ابتکار(نوښت ) ترنامه لاندې ،چې موخه یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان تعامل او نښلول ښودل شوي وو، په کابل کې جوړه شوه، یوه له سیاسي اغراضو خلاصه هغه نېکه غونډه وه ،چې له نړۍ سره به د افغانستان د اتصال او تعامل د نوروغونډو پیلامه وي ، ددې غونډې اساسي غړي د افغانستان ګاونډي هېوادونه چین ، روسیه ، اېران او د پاکستان هېوادونه وو، همدارنګه د یادو څلورو هېوادونو ترڅنګ د ترکیې ، ازبيکستان ، ترکمنستان ، قزاقستان ، قرغیزستان ، هندوستان او اندونیزیا هېوادونوسفیرانو او استازو هم په غونډه کې ګډون کړی و،چې ټولټال ۱۱ هېوادونو ته رسېدل.

   د اسلامي امارت د استازو په ګډون ورته غونډې که د افغانستان په داخل او یا بهرکې ترسره شي مثبتې پایلې به ولري او دا به ثابته کړي چې له افغانستان سره  د نېک نیت لرونکي هېوادونه د یوه قوي سیاسی تعامل او د سیمه ییزاتصال غوښتونکي اوپلویان دي .

د اسلامي امارت لپاره هم دا لازمه ده ،چې له داسې فرصتونوڅخه په اعظمي توګه ګټه پورته کړي او په کار ده، چې دې ته د ورته نورو ناستو تابیا هم په کابل کې ونیسي او د نړۍ سوله خوښوونکو هېوادونو ته د ګډون بلنه په کې ورکړي .

له اسلامي امارت سره د اړیکو پالل نه یوازې د سیمې د هېوادونو، بلکې د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دي، ځکه د افغانستان جیوپولتیک موقعیت د آسیایی هېوادونود سوداګرۍ لپاره د یوې ډاډمنې څلورلارې په توګه له نن څخه ډېر پخوا ثابت شوی دی، نو ځکه له افغانستان سره تاوتریخوالی د هېڅ کوم هېواد په ګټه نه دی او له اسلامي امارت پرته افغانستان د هېڅ قومي ، ډله ییز او ژبني تشکیلاتي جوړښت په ترڅ کې نه اداره کېږي، ځکه هېڅوک نشي کولای هغوی له واقعي اسلامي نظام پرته د کوم بل جعلي تشکیل په ترڅ کې تریوه او متحد چترلاندې راولي ،نو له هرڅه د مخه د سیمې او نړۍ هېوادونه دا حقیقت باید درک کړي چې که د افغانستان او سیمې په هېوادونو کې امن او آرامي غواړي ،له اسلامي امارت سره دې خپلې اړیکې د تعامل له لارې مضبوطې کړي .

برعکس هغه غونډې چې په مغرضو بهرنیو هېوادونوکې د اسلامي امارت له استازو پرته په خپل سر او په یواړخیز ډول جوړېږي پرته له دې، چې کومه ګټه ولري، د نړیوالو رسنیو له لارې جنجالي ناندرۍ هم را پورته کوي ،ځکه دغه مغرضې کړۍ  د افغانستان اوسنی تصویر نړیوالوته عوضي معرفي کوي ، دا ناستې نه یوازې جنجالي دي، بلکې د غونډو جوړوونکي هېوادونه ، نړۍ هم په ځان پورې خندوي، ځکه پریکړې یې ناسمې او اجرائیوي صبغه نه لري اونه څوک غوږ ورته نیسي ، افغانان هم په غیاب کې د خپل هېواد د برخلیک په اړه د چا پرېکړې نه مني او نه یې پر اجراء ځانونه مسئول ګڼي. که څوک له افغانانو یا اسلامي امارت سره کومه ستونزه لري، افغانستان ته دې راشي، د ستونزو، ملاحظو او نیوکو لپاره یې دواړه پټې دروازه پرمخ خلاصه ده .

لنډه داچې له اسلامي امارت سره د ورته غونډو په جوړولو او لیدو کتو په ترڅ کې به د نړیوالواو ګاونډیوهېوادونو هغه امنیتي اندېښنې هم رفع شي ،کومې چې دوی یې د افغانستان له پلوه خپلوهېوادونو ته تکیه بولي. له بل پلوه د سلواغې د ۹ مې نېټې غونډه به خپل مثبت تاثیرات پر هغې غونډه چې د روان میلادي کال د فبروري په ۱۸مه او ۱۹ مه نېټه د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې جوړېږي  وغورځوي، ځکه له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې هغه بریاوې چې په ټولوعمراني ، امنیتي ، سیاسي او فرهنګي برخو کې اسلامي امارت په لاس را وړې ،د حقیقت په هنداره کې بايد وځلول شي او نړیوال پر دې قانع کړاي شي چې د فساد جرړې په افغانستان کې اېستل شوي، د نیشه یی توکو کرکیله د صفرکچې ته ټېټه شوې، د معادنو استخراج 

په فني ډول روان دی او ورته نورې ښېګڼې د افغانانو په برخه شوې دي .

 

 

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button