مقالې او تبصرې

له اسرائيلو څخه د امريکا ملاتړ پر عقيدې ولاړ دی

نن سبا يو ځل بیا ظالمو او سفاکو یهودو خپل وحشتونه او د فلسطين د مسلمانانو نسل وژنه (جينوسایډ) نندارې ته وړاندې کړې ، چې په مقابل کې يې د مسلمانانو اکثره حکام خاموشه دي، خوبرعکس اکثره کفري هېوادونه چې په رأس کې يې امریکا ده  په ډېرې سپين سترګۍ سره د اسرائيلو ملاتړ کوي،  امريکا نه یوازې دا چې اوس يې په افراطي ډول ملاتړ کوي؛ بلکې د نږدې يوې پېړۍ راهيسې د امريکا په تاريخ کې اسرائیلو له ټولو ډېري اقتصادي، نظامي او سياسي ګټې تر لاسه کړې، يوازې په سیاسي لحاظ د ( ۱۹۷۲م) څخه بیا تر ( ۲۰۲۱م) کاله پورې امريکا تقريباً (۵۳) ځله (ويټو) د اسرائيلو په ګټه کار کړې، چې په دې کلونو کې د امنيت شورا نورو ټولو غړو دومره (ويټو) نه ده کار کړې؛

نن سبا يو ځل بیا ظالمو او سفاکو یهودو خپل وحشتونه او د فلسطين د مسلمانانو نسل وژنه (جينوسایډ) نندارې ته وړاندې کړې ، چې په مقابل کې يې د مسلمانانو اکثره حکام خاموشه دي، خوبرعکس اکثره کفري هېوادونه چې په رأس کې يې امریکا ده  په ډېرې سپين سترګۍ سره د اسرائيلو ملاتړ کوي،  امريکا نه یوازې دا چې اوس يې په افراطي ډول ملاتړ کوي؛ بلکې د نږدې يوې پېړۍ راهيسې د امريکا په تاريخ کې اسرائیلو له ټولو ډېري اقتصادي، نظامي او سياسي ګټې تر لاسه کړې، يوازې په سیاسي لحاظ د ( ۱۹۷۲م) څخه بیا تر ( ۲۰۲۱م) کاله پورې امريکا تقريباً (۵۳) ځله (ويټو) د اسرائيلو په ګټه کار کړې، چې په دې کلونو کې د امنيت شورا نورو ټولو غړو دومره (ويټو) نه ده کار کړې؛

خو دلته سوال دئ، چې امريکا ولې په داسې افراطي ډول د اسرائيلو ملاتړ کوي؟

ځينې سياستوال په منځني ختيځ کې اسرائيل د امريکا يو ستراتيژيک ملګری بولي، چې د امريکا د ګټو دفاع او ساتنه کوي؛ نو ځکه يې امریکا داسي سخت ملاتړ کوي.

ځينې بیا داسې نظر ورکوي، چې له اسرائيلو څخه د امريکا د ملاتړ یو لوی محرک د امريکا شتمن یهود دي. اما که موږ د امريکايانو تاريخ او مذهب په ژوره توګه مطالعه کړو؛ نو دې نتیجې ته رسېږو، چې له اسرائيلو څخه د امریکا ملاتړ د عقيدې پر اساس دی.

د امريکا د نفوس يوه لویه برخه (ایوانجلیکل عيسویان) دي، چې (صهیونيستي عيسويان) هم ورته ویل کېږي، دوی د اسرائيلو ساتنه پر ځان باندې لازمه او واجب بولي، او دا د خدای لخوا ورسپارل شوی مسؤلیت ګڼي؛ نو ځکه يې په ملاتړ کې دومره افراط کوي.

د شپاړسمې پېړۍ په پای کې، يوه ډله له يوناني فلسفې څخه متاثره عیسویان په دې معتقد سول، چې خدای (نېکمرغي) په دې دنیا کې انسان ته ورکوي او د دوی په نزد (نېکمرغي) پر نړۍ باندې د عیسی او د هغه د پيروانو (زر کلنه) پاچهي ده؛ نو دغه نيکمرغي او سعادت تر لاسه کول او زمینه ورته برابرول يې د ټولو هغو کسانو دنده وبلله، چې پر مسیح باندې عقيده لري، دغه ډله عيسويان وروسته بیا په ایوانجليکل باندی مشهور سوه.

 د ایوانجلیکل عيسويانو د وړاندوینو پر اساس د دوی د (زر کلني) پاچاهۍ لپاره (ارماګدون) ډېر مهم او مرکزي اهميت لري، د ارماګدون، معنی او مفهوم  (په آخرالزمان کي د حق او باطل جګړه) ده او د يوحانا انجيل له مخي بیت المقدس ته نږدې واقع کېږي، نو ایوانجليکل عيسويان په دې عقيده دي، چي د (ارماګدون) واقع کېدل د مسيح د بیا راتګ لپاره اساسي او مهم ترين شرط دی.

د دوی په نزد و آخرالزمان ته د نږدې کېدلو (د مسيح بيا راتګ) لپاره لومړی نښه مقدسې مځکې (فلسطين) ته د یهودو بېرته راګرځېدل دي او د متدينو عيسويانو يوه اساسي دنده او مقدسې خاورې ته د يهودو په بیرته راګرځېدلو او هورې ځای پر ځای کېدلو کي مرسته کول دي؛ هغه که مالي مرسته وي یا ځاني، که سياسي وي او يا هم اجتماعي.

 ایوانجلیکل مسيحيان وايي: (( د اسرائيلو ملاتړ کول د دوی داسې وظيفه ده، چې خدای ورسپارلې ده. داسي وظيفه، چې په ښه توګه سرته رسولو سره يې د ارماګدون جنګ واقع کېږي او مسيح بیرته راګرځي.))

له مقدس کتاب څخه د ایوانجلیکل عيسويانو د تفسیر له مخې د مسيح د بېرته راتګ لپاره د هغه اسرائيلي دولت تشکيل لازمي دی، چې د (نيل او فرات) سیندونو تر منځ حکومت وکړي، د اسرائيلي دولت له تشکيل څخه وروسته بله مرحله و (آخرالزمان ته د نږدې کېدو) او د اسرائيلي دولت لپاره د (بیت المقدس ښار) پايتخت ګرځول دي؛ نو پر دې اساس د اسرائيلو مسلطول پر بيت المقدس باندې د مسيح بېرته راګرځېدلو ته زمينه برابرول دي.

همدارنګه په مقدس کتاب کې راغلي دي، چې (سليمان) په بیت المقدس کې يو ستر معبد (هیکل) جوړ کړی و، چې له هغه ځایه يې پر نړۍ باندې حکومت کاوه. دوی وايي: « چې د مسیح د راتګ تر مخه بیا د هغه معبد جوړول لازمي دي، ځکه چې مسيح به هم د هغه معبد څخه نړۍ اداره کوي، نو د دې تيورۍ پر اساس (بیت المقدس) او (قبةالصخره) د مسلمانانو دوه مهم مسجدونه هم بايد  له منځه ولاړ سي، تر څو (سليماني هيکل) بیا د هغوی پر ځای باندي جوړ سي.))

د ( ۱۹۶۷م) کال راهيسې، چې اسرائيلو غربي بیت المقدس نيولی دی. څو ځله صهيونيستي عيسويانو او يهودانو دا هڅې کړې، چې بيت المقدس له منځه یوسي.

په ( ۱۹۶۹م) کال کي د (دنیس میشل روهن) په نامه يوه کس (مسجد الاقصی) ته اور واچاوه او غوښتل يې، چي و يې سوځوي؛ خو بریالی نه سو. تر ډېره وخته خلکو فکر کاوه، چې (دنیس روهن) يو یهودی دئ، اما هغه په اصل کې يو عيسوی و، چې ويل يې: (( په دې مځکه کې بايد هېڅ یو مسجد پاتې نه سي، تر څو یهود دا مځکه خپله کړي او خپل معبد بيا دلته جوړ کړي؛ نو هغه وخت به زموږ انتظار د مسیح و بیا راتګ ته ختم سي. ))

صهیونیستي عيسويان وايي: « چې د نړۍ په آخره کې به جنګ او وينه تويونه ټوله نړۍ ونيسي او د آخري زمانې له ټولو لوی جنګ ارماګدون دئ، د ارماګدون تر مخه به اووه جنګونه نور هم کېږي، چې هغو ته مقدس يا سپېڅلي جنګونه هم ويل کېږي، دغه سپېڅلي جنګونه د اسرائيلو د ملاتړو او د هغوی دښمنانو تر منځ کېږي او په دې ټولو جنګونو کې به اسرائيل بريالي کيږي.»

ایوانجلیکل عیسويان وايي: « چې تر ارماګدون مخکې به بېره او وحشت په ټوله نړۍ کې خپور سي، په هغه وخت کې سوله هېڅ معنی نه ورکوي او عيسويان باید د مسيح د راتګ او ظهور لپاره د جنګ مقدمات او د نړۍ د ويجاړولو چمتووالی ونيسي.»

نن سبا ایوانجیلیکل عیسويان په امريکا کي تقريباً ( ۴۷۰۰۰) کليساوي لري، د دوی نفوس د (۹۰ څخه تر ۱۰۰) ميليونه پوري دي او دغه شمېر يې تقريباً د امريکا د رايي ورکوونکو تر (۲۶سلنه) پورې رسېږي، چي دا په ټولټاکنو کې واقعاً لوی شمېر دی. امريکايي سياست وال د جمهور رئيس څخه يې نیولې بیا د کانګرس تر غړو او حتی د ولایتونو تر سطحي پورې، ټوله دا کوښښ کوي، چې د دوی رایي او مالي کومکونه خپل کړي.

د ایوانجليکل له ډلې يو تر ټولو فعال او ډېر با نفوسه مشر، بیلي ګراهام ( Billy Graham) دئ، چې تقريباً د امريکا د ( ۳۳) جمهورو رئيسانو له ( Truman) (۱۹۴۸) څخه بیا تر (ټرمپه) پورې د ټولو امریکايي مشرانو ناصح او مذهبي لارښود وو، چې د امريکا پر بهرني سیاست يې مستقيمي اغېزې درلودې.

اوس نو د صهيونيستي عيسويانو عقيدې ته په کتو دا نتیجه لازمي ده، چې د امريکا ملاتړ د اسرائيلو څخه مذهبي او پر صليبي عقيدې ولاړ دی او دا هم د هغه صليبي جګړو لړۍ ده، چې لا روانه ده.

بحث چې کله د عقيدې راسي؛ نو هلته بیا منطق، استدلال، مظاهرې او سیاسي فشار نتیجه نه ورکوي، ځکه عقیده يوازې او یوازې په عقيدې ماتېږي او نن د اسرائیلو د دفع کولو لپاره له مسلمانانو سره بې له جهاده بله هيڅ لاره نسته او نه بل څه نتیجه ورکوي.

بله دا موضوع د یادونې وړ ده، چې صهیونيستي یهودان هم خپل مسيح (دجال) ته په انتظار دي او دوی هم د ټولې نړۍ د تسخير او حکومت خوبونه ويني، که څه هم د مسيح يا ژغورونکي په هکله د صهیونیستي یهودانو او عیسویانو تصور بېل دی؛ خو د راتګ لپاره يې شرطونه يو شان دي؛ نو ځکه اوس دواړو لاسونه سره ورکړي او د اسلامي اُمت پر زړه باندي وارونه کوي.

احمد ولي حقمل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button