مقالې او تبصرې

له اسرائيلو د اروپا د ملاتړ راز

دا سرائيلو له لوري د غزې د تباهۍ په ورځو کې د اروپا شرموونکی دریځ چې د اسرائيلو ملاتړ کوي، نوی نه دی، بلکې د مسلمانانو په وړاندې د دوی په اخلاقو او فرهنګ کې ریښې لري.

دا سرائيلو له لوري د غزې د تباهۍ په ورځو کې د اروپا شرموونکی دریځ چې د اسرائيلو ملاتړ کوي، نوی نه دی، بلکې د مسلمانانو په وړاندې د دوی په اخلاقو او فرهنګ کې ریښې لري. صلیبي جګړو ته به نه ورګرځم، یوازې ۳۰ کاله مخکې به لاړ شم. کله چې صربیا او کرواتیا د ۱۹۹۲م له مارچ څخه د ۱۹۹۵م تر نوِمبر پورې د نژادي تباهي له پاره ده. هغو د بوسنیا له مسلمانانو څخه ۱۰۰ زره ولسي وګړي او پوځيان ووژل. په دې ۳ کلونو او ۸ میاشتو کې ټوله اروپا چوپه پاتې وه. لویدیځ د جګړې درولو کومه هڅه نه کوله، خو وروسته یې چې موخې په نښه شوې، د مجرم او قرباني شوي ترمنځ د مساواتو له پاره راپاڅېدل. بوسنیا یې سره ووېشله، مسلمانانو ته یې څه وړوکې برخه ورکړه، همدارنګه بوسنیا او هرزه ګونیا یې له دې منع کړل، چې په سمندر کې یې کښتۍ تېرې شي او د سمندر غاړه یې ټوله کرواتیا ته ورکړه. له اسرائيلو څخه د اروپا ملاتړ هم د دوی له پاره یو طبیعي لامل اصل دی او د اروپايي فرهنګ او اخلاقو یوه برخه ده. د دې فرهنګ قرباني تل مسلمانان وي، بشري حقونه او نړیوال قانون مطلقاً دروغ دي، چې د خپلو موخو له پاره یې کاروي. اروپا د اسرائيلو ټول جرمونه سم وګڼل او په لومړۍ ورځ یې شین څراغ ورکړ، چې په غزه کې هر څه تباه کړي. د اروپا مشران یو په بل پسې ورغلل او خپل سیاسي او پوځي ملاتړ یې ترې اعلان کړ. د اروپايي ټولنې جرمنۍ مشرې هغه وخت د خپلو مسؤلیتونو له حدودو پښې واړولې، کله چې نېتنیاهو ته د ملاتړ ښکاره کولو له پاره ورغله، سره له دې چې د بهرنیو چارو سلاکار یې اعتراض پرې وکړ، خو هغې یهودي خولۍ په سر کړې وه، د دروغو ژړا یې کوله او داسې یې ښودله چې مشر نیکه یې ستر حاخام و. د برېتانیا لومړي وزیر بیا د دې له پاره ورته راغی چې د فلسطین پر ځمکو د اسرائيلو دولت جوړېدو پر وخت د دوی دریځ تازه کړي. اوس اروپا له یهودو خلاصه شوې او بېرته یې ورګرځېدل نه غواړي. ویلی شو چې اسرائيل د اروپا یوه پروژه ده، امریکا یې بشپړ ملاتړ کوي چې د اسلامي نړۍ په زړه کې خپلو موخو ته ورسیږي. او تر ټولو مهمه موخه یې د حماس او فلسطین د نورو مقاومتي ګوندونو او حرکتونو له منځه وړل دي. بل هدف یې په عربي هېوادونو کې ډېر نفوذ دی. دا موخه هم د اسرائيلو د ګټې په کړیو پورې تړلې ده. د امریکا بهرنیو چارو پخوانی یهودی وزیر هنري کیسنجر د دې پلان مخکښ و، د هغه په پټ پلان کې یو هم  دا و چې له استعماري دورې او نړیوالو جګړو وروسته باید په خلیج کې د برېتانوي پوځونو ځای ډک شي. د دې له پاره د عراق او کوېټ په کړکېچ کې د سعودي د وخت پاچا ملک فهد له امریکا مرسته وغوښته او د امریکا له یو لک ډېر پوځ په خلیج کې ځای په ځای شو. اوس امریکا په دې هڅه کې ده چې دا پوځ په فلسطین کې د جهادي ډلو له منځه وړلو له پاره د اسرائيلو ملاتړ ته واستوي. تر دې مهاله د سعودي د حکومت رسمي دریځ په دې کار کې څرګند نه دی خو ولس یې ښايي دا و نه مني. خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button