سیاست او دولت

له اروپا راغلی افغان پلاوی:لوېدیځ د اسلامي امارت په تړاو پروپاګند کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد له اروپا څخه راغلي افغان پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد له اروپا څخه راغلي افغان پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل.

یاد افغان پلاوي په خپلو خبرو کې وویل چې لوېدیځ د افغان حکومت په هکله له پروپاګند کار اخلي. پلاوي د هېواد په کچه د بېخبنایي پروژو پلې کول، بې ساری امنیت، بریالۍ حکومتولي او نورو برخو کې د افغان حکومت چوپړونه وستایل. افغان پلاوي د ښې حکومتولۍ برخه کې د خپل اندونه او نظرونه له ملي دفاع وزیر سره شریک کړل.

د ملي دفاع وزارت وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد د یاد پلاوی هرکلی کړی او په خبره چې شته ستونزو ته به افغان حکومت لاس په کار او ژر تر ژره به حل شي. ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې وویل: ((هیڅ شئ له امنیت څخه بهتر نه وو، نن ورځ هغه د خدای ج په کامل نصرت او د خلکو په قربانیو سره په دغه ځمکه راغلی دی، باید شکرانه اداء کړو او د دغه فرصت څخه په استفادې سره به د هیواد په پرمختګ کې برخه واخلو.))

د یادونې وړ ده چې د بهرمېشتو افغانانو په استازولۍ دغه افغان پلاوی تر دې وړاندې د کابینې له ګڼو نورو غړو سره هم کتلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button