ټولنه او کلتور

لنډۍ د پښتو ولسي ادب ځانګړی ژانر دی

دپښتود ولسي ادب په ګلورين بڼ کې لنډيو د آريايانوله زمانې بيا ترنن پورې د يوه خواږه اومينه ناک موزون کلام په توګه خپل موجوديت ساتلی چې بي له مبالغې د نړيوالوادبي ژانرونو په ډله کې يوځانګړی اودلوړمقام لرونکي ژانرګڼل شوي دي  ، لنډۍ کوم خاص شاعراو ويونکی نلري اونه هم د چا په نامه ثبت اوسجل پاتې کېداي شي ، همدارنګه لنډۍ د اشعاروپه شان ځنځيري اوږد يا لنډ تسلسل هم نلري او يوازې په دوو(مصرعو ) کې چې لومړۍ يې ۹ سيلابه اودويمه يې ۱۳سيلابه ده ، خلاصه کېږي ، لنډۍ د پښتوشفاهي ادب يوه داسې ځانګړې خزانه ده چې يوازې د پښتني فرهنګ سندريزه اوادبي دنيا يې رنګينه اوګلورينه کړې ده اود نړۍ په نوروژبوکې نه ليدل کېږي ، يا په بل عبارت لنډۍ د پښتني فرهنګ يوه داسې ولسي اوعاميانه پانګه ده چې د پښتون قام له پيدايښت سره سمه ياد قام ته په يوه خاص او زړه وړونکي ادبي چوکات اوجوړښت کې له آريايي اجدادونه په ميراث پاتې شوې ده .

د مخه اشاره وشوه چې د لنډيوخاص هنراوکمال په دې کې دي چې په بشپړمنطق په دوو مصرعو کې خپل ټول هدف اومطلب ځای ته رسوي، نوځکه هرې لنډۍ ته اورېدونکي د کاڼي د کرښې په څيراهميت ورکوي يا پربل عبارت حماسي ، فرهنګي ، ادبي او ترڅنګ يې د مينې ، محبت اوښکلا قانون يې بولي .

 لنډۍ د ويلو پروخت داسې ځانګړي بزم او ادا لري چې په خاص مهارت د کلام په (ايجاز) داورېدونکي په ذهن کې (اعجاز) توليدوي مانا داچې د خپلې ادبي ځانګړتيا له مخې په دوو فردونوکې مفهوم په داسې بشپړه توګه ارايه کوي چې بله خبره نه پکې ځائيږي ، دلنډيوپه فردونوکې دمينې دانعکاس ترڅنګ د پښتون ولس ملي خصايص ، هېواد پالنه ، ننګ ، غيرت ، ميړانه اوشهامت هم پرته له دې چې څېړونکي پرې پوه شي ، د خوږوکلماتوپه اميل کې پييل کېږي ، ځکه د لنډيوهره (مصرع) چې په پورتنۍ هره برخه کې وي ، زموږ له احساساتوپه لنډه توګه ترجماني کولي شي ، بيا هم دغه ټکي ته اشاره کوو چې لنډۍ نه يوازې په يوه جهت بلکې د مينې ، محبت ، ميړانې ، ښکلا ، غيرت ، بيلتون ، وصال ، غم او ښادۍ په ټولوصورتونوکې د کلام هغه رنګينه تابلوده چې د پښتو ادب پر تندي د راڼه ستوري په څېرځلېږي را ځلېږي ، که ژورنظروکړو د لنډيو ويونکي نراوښځه دواړه دي ماناداچې يا به لنډۍ د نارينه لخوا ويل شوې وي ښځې ته ، چې نارينه عواطف پکې نغښتي وي اويا به دښځو لخوا ويل شوي وي نارينه وو ته ، چې ښځينه عواطف به پکې را غبرګ شوي وي، خوکه لنډۍ د نارينه لخوا ويل شوې وي د ټولونارينه ووګډ مال دی اوکه د ښځې لخوا ويل شوې وي بيا هم د ټولوښځومشترکه ادبي هستي ګڼل کېږي .

د نارينه لنډۍ بېلګه :

وطن مې تن ، تن مې وطن دي

د تن په وينويې ساتمه څوچې يمه

وطن زما د تن جامه ده

دتن جامه به لکه ګل غوندې ساتمه

دا هغه حماسي لنډۍ دي چې دوطن د ساتنې په پارد نارينه له حماسي احساساتو ترجماني کوي خو په مقابل کې يې بيا ښځه وايې :

جانانه ځه په کابل جنګ دی

په اسلام ننګ دی په دښمن وکړه بريدونه

تورو، ته مخ کړه چې شا نکړې

ملالې نجونې به پيغور راته کوينه

ټوټې ټوتې په تورو راشې

د بې ننګۍ آوازدې رامشه مينه

دښځينه لنډۍ بل عاطفي مثال چې خپل جانان ته د ګيلې په لهجه وايي :

مخ مې مه وهه ظالمه

داوښکوډکې سترګې چاته واړومه

پر مخ مې مه وهه ظالمه

بيا به ارمان را پسې کړې خاورې به يمه

لنډۍ د پښتنوفولکلوري اشعارهم بللي شو، خوستراهميت يې په دې کې دی چې د سندرو په قالب کې ژر جوړيږي اوهره لنډۍ په خپل ذات کې يوه سندره جوړېداي شي، نوځکه يې دغه خصوصيت د نړۍ په ټولو اشعارو کې ممتازدي ، د لنډيوپه اړه څيړنه د بلوغ سرحد ته نه ده رسېدلې، ځکه دا هستي د کتابونو په بڼه نه ده را ټوله شوې او دمحتوای له مخې هم نه ده طبقي بندي شوې ، که چيرې په کومه بله ژبه کې داسې مستقل ادبي ژانر موجود واي په يقين سره چې په تمامه مانا به هغه ديوه ادبي کانون په بڼه طبقه بندي اورا څرګند شوي وای ، پښتولنډۍ په هرچا ښه لګيږي اوغوږ ورته نيسي ځينې داسې لنډۍ هم شته چې پند او نصيحت پکې نغښتي وي د بيلګې په ډول :

زما په نصيحت دي عمل نشو

 ظالمه اوس وهه د چول مزلونه

په افغانستان کې ښاغلي حبيب الله رفيع ، ارواښاد محمد ګل نوري ، استاد بينوا ، سليمان لايق او په لره پښتونخوا کې پرو فيسور محمد نواز طاير ، سلما شاهين او په کويټه کې ګل محمد کاکړ د لنډيو په را ټولولو کې د پام وړ زيارايستلي دی .

حيا ت الله حليم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button