
ټولنه او کلتور
“لغمان کې د غصب د مخنیوي تخنیکي هئیت تراوسه ۵۴۰ جریبه ځمکه له غصب خلاصه کړې او ۷۸۵۷۰.۱۳ جریبه نوره یې دولتي تثبیت کړې ده”
شنبه/ د سلواغې ۲۹ مه
لغمان ولایت کې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي هئیت مشر او د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن باختر اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی تراوسه پورې د خپلو فعالیتونو په لړ کې ۵۴۰ جریبه زراعتي او شاړه ځمکه له غصب راګرځولې او ۷۸۵۷۰.۱۳ جریبه نوره یې امارتي تثبیت کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې پر یوشمیر ځمکو یې د غاصبینو له خوا د خلکو جوړې شوې ودانۍ نړولي دي او دا لړۍ به ترهغې روانه وي ترڅو چې ټول ولایت کې زراعتي او شاړې ځمکې تثبیت کړي.
ښاغلي محسن وویل کرنې ریاست د باغدارانو او بزګرانو د پیاوړتیا لپاره وخت پر وخت نوي پلانونه جوړوي او د تطبیق لپاره یې هڅې کوي ترڅو لغمان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پرځان بسیا کړي.