ټولنه او کلتور

لغمان پوهنتون کې دڅښاک اوبو شبکه جوړه شوه

د ترکيې هېواد د ۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د لغمان پوهنتون کې د څښاک د پاکو اوبو شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ترکيې هېواد د ۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د لغمان پوهنتون کې د څښاک د پاکو اوبو شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د لغمان مسئولين وايي: دغې پروژه کې د ۱۵۰ متره ژورې څا کېندل، د اوبو د يوې لويې ذخيرې سولر او د تدريسي تعميرونو ليليې او خوړنځي ته د اوبو د لېږد پيپونو جوړول شامل دي. د لغمان پوهنتون مسئولين د دې پروژې د بشپړېدو له امله خوښي وښوده او پر مرستندوي ادارو يې غږ وکړ، چې د دوي د يو شمېر نورو ستونزو هوارولو کې دې ورسره اړينې مرستې وکړي. د لغمان پوهنتون پر شپږو بېلابېلو پوهنځيو کې اوس سلګونه محصلين پر زده کړو بوخت دي او لا هم د دغه پوهنتون ګڼې برخې رغونې ته اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button