روغتیا

لغمان ولایت کې ٢٠٠ تنو ماشومانو ته یو روزنتون پرانیستل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معين الحاج شیخ عبدالبر د یوه پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت روزنتون پرانیست.
پرانېست غونډه کې چې د لغمان ولایت مرستیال والي، د مختلفو ولایتي ادارو رئیسانو، علماو او قومي مشرانو ګډون درلود؛ د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي سید جمال الدین هاشمي خپلو خبرو کې مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ څرګنده کړه چې دې روزنتون کې  د ٢٠٠ تنو ماشومو نجونو او هلکانو لپاره په جلا جلا توګه د اوسیدو ځای او د ژوندانه لازم سهولتونه برابر شوي دي. نوموړي همداراز د ځینو اړتیاوو په اړه وړاندیزونه درلودل او د حل په موخه یې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د لغمان ولایت مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل هم خپلو خبرو کې د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو څخه په مننې سره د اسلام مبارک دین له نظره د یتیمو ماشومانو د کفالت په اړه رڼا واچوله او ډاډ یې ورکړ، چې د ولایت مقام چمتو دی ترڅو د دې روزنتون سره مختلفو برخو کې همکاري وکړي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معين او وارسي کوونکي الحاج شيخ عبدالبر خپله وینا کې څرګنده کړه: دا وزارت د خپلو مسوولیتونو په درک کولو او مالي لګښت سره؛ په ټول هېواد کې د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ او د دوی د کفالت په منظور روزنتونونه پرانیزي، چې ډیری ولایتونو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نور به هم په نږدې ورځو کې پرانیستل شي او لغمان  ولايت ته زمونږ سفر هم په همدې موخه ترسره او دلته د ٢٠٠ تنو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو لپاره مو د ښوونې او روزنې، اعاشې، اباتې، روغتیا او د ژوندانه ټول سهولته برابر کړي دي. شیخ عبدالبر د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه: روزنتونونو ته د ماشومانو جذب د ځانګړې کړنلارې د لار ښوونې مطابق ترسره کیږي او هم یې زده کوونکو ته د دیني او عصري علومو په پام کې نیولو سره، نصاب چمتو شوی او تدریس کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button