شریعت

لسګونه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو له عمومي قوماندانۍ څخه فارغ شول

شریعت: د جګړه ایزو ګډو زده کړو عمومي قوماندانۍڅخه ۱۵۵ تنه مجاهدین فارغ شول. د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي او سيمه ايزو قطعاتو او جزوتامونو د جګړه ایزو ګډو زده کړو له عمومي قوماندانۍ څخه وړمه ورځ ۱۵۵ تنه مجاهدين د پوځي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قوماندان الحاج ملا عبدالجبار «صدیقي»، د جګړه ایزو ګډو زده کړو  قوماندان مولوي محمد هاشم «حذیفه»، مفتي محمد اسلم «حقاني»، ګڼ شمیر مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې مسؤلینو د خپلو ویناوو پر مهال د يادې قوماندانۍ ښوونکي او پرسونل د صادقانه خدمت ترڅنګ مجاهدين خپلو  مسؤليتونو ته متوجه کړل.

همدا راز د غونډې په پای کې فارغینو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button