سرلیکنې

قوشتېپه کانال او د هيواد د ښې راتلونکې څرکونه!

د هيواد د يوې سترې او اساسي پروژې قوشتېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه وړمه ورځ په ډېرې چټکۍ او بريالي ډول سره پای ته ورسېدل.

د هيواد د يوې سترې او اساسي پروژې قوشتېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه وړمه ورځ په ډېرې چټکۍ او بريالي ډول سره پای ته ورسېدل. د دغې پروژې کارونه په درېو برخو وېشل شوي، لومړۍ برخه يې د يوسل او اته (۱۰۸) کلومتره کانال د کيندنې چارې وې، چې په ډېر چټک ډول پای ته ورسېدې. بل مهم اړخ يې دا و، چې ټولې تخنيکي او فني چارې يې د افغاني انجنيرانو او شرکتونو له لوري مخته يوړل شوې. بله مهه نقطه داده چې د دغې سترې او ملي پروژې تمويل له هر ډول بهرنۍ مرستې پرته له خپلې بوديجې وشو.د دغې پروژې د لومړۍ برخې د کارونو بشپړېدو وښوده، چې اوسنی اسلامي حکومت په څومره اندازه ملي ګټو ته ژمن دی او په څومره پراخه کچه د هيواد جوړونې لپاره هڅې کوي او دغه راز يې په ټولو چارو او برخو کې د دې نظام پوره خپلواکي او استقلال ثابت کړ، چې د خپلو ملي ګټو په خاطر د هېچا غوښتنې او فرمايش ته غوږ نه نيسي.ټول افغان ملت د دغې سترې پروژې د لومړۍ برخې د چارو په بشپړېدو خوشحاله دی او د سوکالۍ احساس لري او دغه راز  ښې او روښانه راتلونکې ته يې هيلې ډېرې شوې دي. په ټولنيزو رسنيو کې ددغې پروژې په هکله د ټول افغان ملت احساس او ملاتړ د ستاينې وړ دی، هغوی ټولو په يوه خوله دا کار د هيواد رغونې او ځان بسياينې په برخه کې بې ساری ګڼلی او د اسلامي امارت جديت او ژمنتيا يې ستايلې ده.رښتيا هم د قوشتېپې کانال پروژه ډېره مهمه او حياتي ده، چې په جوړولو سره يې افغانستان د زراعت او خوراکي توکو د توليد په برخو کې پر ځان بسيا کېږي او د اقتصادي چارو کار پوهان په دې اند دي، چې ددغې پروژې په تکميل سره زراعت صنعتي کېږي او د افغان ملت لپاره خورا ډېرې اقتصادي ګټې لري.که څه هم اسلامي امارت ددغې پروژې د پاتې برخو پر ژر جوړولو ټينګار کړی او د لومړۍ برخې د کار چټکتيا ته په پام سره هم داسې ښکاري، چې د پاتې برخو چارې به هم ډېر ژر پيل شي، خو بيا هم د ټول ملت غوښتنه دا ده، چې د دغې پروژې د پاتې برخو پوره کولو ته دې هم جدي پاملرنه وشي. افغان ملت ډېر کلونه په جګړو، ژورو خپګانونو او غمونو کې تېر کړی او د داسې پروژو په جوړېدو سره د خوښۍ احساس کوي او د لا ډېر کار هيله لري.افغانستان تېر څلوېښت کلونه د سختو جګړو له امله د پرمختګ او تمدن له کاروانه وروسته پاتې دی، اوس چې الحمدلله يو مثالي امنيت تامين دی او ځواکمن او يوموټی اسلامي نظام لرو، بايد د رغونې او پرمختګ چارې لا ډېرې شي او افغانستان له نړۍ او سيمې سره سيال شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button