سرلیکنې

قوشتېپه، بهاند زر…!

افغانستان چې په وچه کې راګير هيواد دی ، د شاوخوا څلوېښتو کلونو جګړو له امله يې پر نورو برخو سربېره اقتصادي وضعيت هم د پام وړ کمزوری دی او تر ډېره يې پر وارداتو تکيه ده.

افغانستان چې په وچه کې راګير هيواد دی ، د شاوخوا څلوېښتو کلونو جګړو له امله يې پر نورو برخو سربېره اقتصادي وضعيت هم د پام وړ کمزوری دی او تر ډېره يې پر وارداتو تکيه ده.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د هيواد د زيربنايي پروژو د رغونې چارې پيل شوي او هڅه کېږي، چې هيواد پر ځان بسيا شي، زموږ د هيواد د بسياينې په برخه کې زراعت ډېر مهم رول لري او د زراعت لپاره اوبه د بهاندو زرو حيثيت لري.

د دغو هڅو په دوام څو ورځې وړاندې د هيواد د يوې سترې او اساسي پروژې قوشتېپې کانال د لومړۍ برخې کارونه په ډېرې چټکۍ او بريالي ډول سره پای ته ورسېدل. دغه سترکانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد دی، د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ د آمو له سیند څخه پیلیږي او د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې ختمېږي، بر يې شاوخوا (۱۰۰)متره او ژوروالی یې ۸/۵ متره دی. دغه کانال په يوه  ثانیه کې د ۶۵۰ مترو مکعبو اوبو د انتقالولو ظرفیت لري شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

د قوشتیپې کانال کارونه درې پړاوونه لري: اول پړاو ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پېل او د بلخ دولت آباد ولسوالۍ ته رسېږي، چې ددغې برخې کارونه يې د الله تعالی په مرسته او د اسلامي امارت د ډېر تمرکز له امله په ډېر ښه ډول پای ته ورسېدل.

د تېرې چهارشنبه په ورځ د اسلامي امارت د يو لوړپوړي پلاوي له لوري رسماً پرانيستل شو او د دوهم پړاو، کارونه يې پيل شول. د دوهم فاز اوږدوالی ۱۷۷ کیلو متره دی، چې د بلخ له دولت آباد څخه پېل او د جوزجان ولایت له آقچې ولسوالۍ څخه تېریږي او د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي. درېم پړاو پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی، چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی.

د دغې پروژې مهم اړخ دا دی، چې ټولې تخنيکي او فني چارې يې د افغاني انجنيرانو او شرکتونه له لوري مخته وړل کيږي. بله مهه نقطه داده چې د دغې سترې او ملي پروژې تمويل له هر ډول بهرنۍ مرستې پرته له خپلې بوديجې کېږي. د دغې پروژې د لومړۍ برخې د کارونو بشپړېدو وښوده، چې اوسنی اسلامي حکومت په څومره اندازه ملي ګټو ته ژمن دی او په څومره پراخه کچه د هيواد جوړونې لپاره هڅې کوي او دغه راز يې په ټولو چارو او برخو کې د دې نظام پوره خپلواکي او استقلال ثابت کړ، چې د خپلو ملي ګټو په خاطر د هېچا غوښتنې او فرمايش ته غوږ نه نيسي.

ټول افغان ملت د دغې سترې پروژې د لومړۍ برخې د چارو په بشپړېدو خوشحاله او د سوکالۍ احساس لري او دغه راز ښې او روښانه راتلونکې ته يې هيلې ډېرې شوې دي. په ټولنيزو رسنيو کې ددغې پروژې په هکله د ټول افغان ملت احساس او ملاتړ د ستاينې وړ دی، هغوی ټولو په يوه خوله دا کار د هيواد رغونې او ځان بسياينې په برخه کې بې ساری ګڼلی او د اسلامي امارت جديت او ژمنتيا يې ستايلې ده.

رښتيا هم د قوشتيپې کانال پروژه ډېره مهمه او حياتي ده، چې په جوړولو سره يې افغانستان د زراعت او خوراکي توکو د توليد په برخو کې پر ځان بسيا کېږي او د اقتصادي چارو کار پوهان په دې اند دي، چې د دغې پروژې په تکميل سره زراعت صنعتي کېږي او د افغان ملت لپاره خورا ډېرې اقتصادي ګټې لري او داسې هيلې پيدا شوي دي، چې ګران هيواد افغانستان به په ډېره لنډه موده کې د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره سيال شي او زموږ ځوريدلی ولس به نور له تلپاتې سوکالۍ او ښېرازۍ څخه برخمن شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button