سیاست او دولت

قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستريز روغتون جوړوي

 د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمد بن عبدالعزيز الخليفي د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي سره په ليدنه کې د دوحې په درېيمه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون شرطونه پر ځای ګڼلي او زياته کړې يې ده: ټول په دې آند دي، چې د اسلامي امارت له شتون پرته به دغه ناسته بې‌پايلې وي.

 د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمد بن عبدالعزيز الخليفي د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي سره په ليدنه کې د دوحې په درېيمه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون شرطونه پر ځای ګڼلي او زياته کړې يې ده: ټول په دې آند دي، چې د اسلامي امارت له شتون پرته به دغه ناسته بې‌پايلې وي.په دغې ليدنه کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په اقتصادي، سياسي، روغتيايي، د زيربنايي پروژو  پلي کېدو او د بانکي سکتور په برخو کې د دواړو هېوادونو د لازمو همکاريو د زياتوالي ژمنه کړې.ښاغلي محمد بن عبدالعزيز الخليفي دغه راز ويلي؛ قطر هېواد په پام کې لري، چې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه کندهار کې يو ۴۰۰ بستريز روغتون جوړ کړي.

ورته مهال ښاغلي متقي د دوحې ناستې د موضوعاتو په تړاو د اسلامي امارت دريځ څرګند کړی او د دې ناستې له يو شمېر موضوعاتو څخه، چې د اقليمي بدلون، خصوصي سکتور او نشه‌يي توکو په اړه دي، خوښي څرګنده کړې.د دې ناستې په پای کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال مولوي امير خان متقي ته قطر ته د سفر بلنه ورکړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button