سیاست

قطر : نړۍ بايد له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ولري

د قطر د لومړي وزير د مرستيال سلاکار ماجد الانصاري ويلي، د افغانستان ګوښه‌کېدل او انزوا د حل لاره نه‌ده؛ نړۍ بايد د افغانستان له اسلامي امارت سره ښکېلتيا او تعامل ولري.

د قطر د لومړي وزير د مرستيال سلاکار ماجد الانصاري ويلي، د افغانستان ګوښه‌کېدل او انزوا د حل لاره نه‌ده؛ نړۍ بايد د افغانستان له اسلامي امارت سره ښکېلتيا او تعامل ولري.انصاري له المانيتور سره په مرکه کې ويلي، چې د پخواني حکومت له را پرځېدو او په ټول افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو راپه دې خوا؛ قطر نړۍ ته د يوه منځګړي په توګه څرګنده کړې، چې د افغانستان ګوښه کېدا او انزوا د حل لاره نه‌ده او د پرمختګ يوازنۍ لاره ښکېلتيا ده.د قطر لومړي وزير ويلي، چې ډېر هيوادونه غواړي له اسلامي امارت سره اړيکي ولري؛ خو د سياسي دلايلو له کبله نه‌غواړي، چې اړيکه ونيسي.د اسلامي امارت چارواکو هم پر ځلونو له قطره مننه کړې، چې له نورو هيوادونو سره د خبرو د بندو دروازو د پرانيستلو لپاره منځګړيتوب کوي.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: امريکا ځينو هيوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې په دې اړه راوړاندې شي؛ ځکه، چې د امريکا او نورو هيوادونو ترمنځ سياسي ګټې شته او نه غواړي ځانونه په ديپلوماتيکه توګه ښکېل او له ستونزو سره مخ شي. همدا لامل دی؛ که نه، نو د افغانستان اسلامي امارت ټول هغه شرطونه پوره کړي، چې پر رسميت وپېژندل شي.ويل کېږي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې د قطر په ګډون د سيمې د څه باندې ۱۴ هيوادونو ديپلوماټيک ماموريتونه شته او اسلامي امارت په دغو هيوادونو کې متقابل سفارتي حضور لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button