سیاست او دولت

قطر:د اسلامي امارت له استازو پرته د دوحې ناستې ګټورې نه دي

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې شوې دي.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې ښاغلي برادر ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې بې شمېره فرصتونه رامنځته شوي او قطري پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونه کولی شي.

بل خوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې دوی به د دغه هېواد پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او په همدې موخه به په نږدې راتلونکي کې د قطر هېواد پانګوال کابل ته راشي.

نوموړي په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازیو په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون غوښتنه هم وکړه او ویلي یې دي چې دا غونډه به د اسلامي امارت د استازي په شتون کې یوې معلومې پایلې ته ورسېږي.

دغه قطري چارواکي دا هم ویلي چې د اسلامي امارت له استازي پرته دا ډول غونډې بې پایلې دي او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ واضح کړی دی.

په ورته وخت کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال هم ټینګار کړی چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره پراخې سیاسي – اقتصادي اړیکې غواړي او د همدغه سیاست په غوره کولو سره دوه اړخیز تعامل ته را وړاندې شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button