
اقتصاد
قزاقستان کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړیږي
په راتلونکې میلادي میاشت کې قزاقستان کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړیږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي هڅه کوي چې د قزاقستان په نندارتون کې، د هېواد محصولات په منظم ډول نندارې ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورته تر ټول ښه مارکېټ دی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه غوښتنه کوي چې په داسې نندارتونو کې د خصوصي سکټور د ګډون لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.