اقتصاد

قزاقستان په هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه جوړوي

شریعت: د قزاقستان يوه ډيپلومات یایسین تایف په هرات کې د بهرنيو چارو وزارت له استازي مولوي شیر احمد عمار سره په کتنه کې ويلي چې هېواد يې غواړي په دغه ولايت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه جوړه کړي.

په دغه کتنه کې تایف په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جوړېدو او د سوداګرۍ د مسئلو په اړه معلومات وړاندې کړل او دې برخه کې یې د هرات د سیمه ییزې  ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې مولوي شیر احمد عمار د قزاقستان له خوا هرات کې د سوداګرۍ خونې د جوړېدو د اقدام هرکلی وکړ او نوموړي ته یې سیمه ییزې ادارې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه زياته کړه، چې اسلامي امارت له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button