ټولنه او کلتور

قزاقستان د هرات زلزله‌ځپليو ته ۲۷ واګونه خوراکي توکي او البسه  رالېږلې

د بلخ محلي مسئولين وايي، چې د هرات زلزله‌ځپليو سره د مرستو په لړ کې د قزاقستان د بشردوستانه مرستو يوه جوپه دې ولايت ته رسېدلې ده.

د بلخ محلي مسئولين وايي، چې د هرات زلزله‌ځپليو سره د مرستو په لړ کې د قزاقستان د بشردوستانه مرستو يوه جوپه دې ولايت ته رسېدلې ده.د بلخ د والي مرستيال نورالهادي ابو‌ادريس وايي: دغه مرسته چې ۲۷ واګونه خوراکي او البسه توکي دي، د تلې په ۲۹تمه د ياد ولايت حيرتان بندر له لارې يې هيواد ته رالېږلې دي.بلخ کې چارواکو ته د يادو مرستو د سپارلو پر مهال د قزاقستان استازي ميرام اشخمنوف وويل ،چې دغه مرسته يې د ياد هيواد د ولسمشر په لارښوونه د هرات زلزله‌ځپليو څخه د لاسنيوي لپار افغانستان ته استولې دي.نوموړي زياته کړې ،چې دغو مرستو کې اوړه، غوړي، شيدې، جامې، کمپلې، چپرکټ، وريجې او خېمې شاملې دي ،چې په وينا يې، بلخ کې افغان حکومت ته سپارل شوې دي.بله ‌خوا بلخ کې چارواکو د قزاقستان له دې مرستې د مننې ترڅنګ ويلي، هڅه کوي، څو دغه مرستې ژر تر ژره د هرات زلزله‌ځپليو ته ورسوي.له دې وړاندې هم قزاقستان د هرات زلزله‌ځپليو ته د طبي تجهيزاتو او درملو مرسته کړې وه. تاجکستان، ايران، ترکيه، چين، اروپايي ټولنې او ځينو نورو هېوادونو هم د هرات زلزله‌ځپليو سره مرستې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button