سیاست او دولت

قزاقستان اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړڅخه لرې کړ

هيواد:د قزاقستان ولسمشر  (( قاسم جومارت توقايف )) اعلان وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت  يې د منع شويو ډلو له لېسته اېستلی دی.د قزاقستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر توقايف دغه څرګندونې د ګډ امنيتي تړون سازمان د غړو هېوادونو له مشرانو سره په کتنه کې کړي دي. ده ټينګار کړی، چې دغه اقدام له افغانستان سره د اقتصادي اړېکو د پراختيا په موخه شوی دی. ولسمشر توقايف ټينګار وکړ، چې په اوسني پړاو کې يو له ستراتيژيکو کارونو څخه په سيمه ييزو اړيکو کې د افغانستان فعاله ونډه ده.د روسيې د بهرنيو چارو وزير ((سرګي لاوروف)) په دې وروستيو کې په يوه مرکه کې ويلي و، چې هيواد يې د منع شويو ډلو له لېست څخه د افغانستان د اسلامي امارت د ايستلو په لټه کې دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د روسيې ولسمشر ((ولاديمير پوتين)) اسلامي امارت  ((د ننني افغانستان واقعيت)) بللی او ويلي يې وو، چې موږ بايد په يو ډول له هغوي سره اړېکې وساتو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button