بیلابېلي لیکني

قدرمنو استادانو ته وړانديزونه

قدرمنو استادانو ! تاسو زموږ او زموږ د ماشومانو زده کوونکو معنوي پلرونه يادېږئ، له هرڅه زيات ستاسو احترام اولويت لري، ځکه د خدای (ج ) پيغمبر( ص) تاسو غوره بللي ياست، نو بايد د خپلې دندې مهمو اړخونو ته هم پاملرنه وکړئ.

خالق يار احمدزی

قدرمنو استادانو ! تاسو زموږ او زموږ د ماشومانو زده کوونکو معنوي پلرونه يادېږئ، له هرڅه زيات ستاسو احترام اولويت لري، ځکه د خدای (ج ) پيغمبر( ص) تاسو غوره بللي ياست، نو بايد د خپلې دندې مهمو اړخونو ته هم پاملرنه وکړئ.

۱_ښوونه:  لکه څنګه چې ستاسو مهمه دنده د ښودلو يا تعليم ورکولو ده، نو هيله ده خپلو زده کوونکو ته په هغو ميتودونو زدکړه ورکړئ، چې هغوی ترې څه ترلاسه کړای شي.

هر درس پر زده کوونکوحتی الامکان تکرار شي او تر هغو له زده کوونکو سره مرسته وشي، ترڅو ډاډه شئ چې درس يې اخيستی او ورسره کړې خواري مو بېځايه نه ده.

له زده کوونکو د کورنۍ دندې د حتمي غوښتلو، د حاضري اخيستلو او درسي ساعت ته په وخت رسيدو چاره بايد عملي بڼه خپله کړي؛ ترڅنګ يې بايد د ناسوبو زده کوونکو لپاره داسې لارې چارې په نظر کې ونيول شي، چې نه د هغوی د زړه تورۍ لامل شي او نه يې هم د پارونې؛ لکه:  (( د صنف صفاء کول، د درس څوځلې تکرار، د زيات خط ليکلو فرمايش، د زدکوونکو مخکې د بښنې غوښتلو هنر او….. کوم چې استاد ته ښه ښکاري))

مطالعه د هر درس لپاره ضروري او لازمي عنصر دی، چې بايد له پامه ونه غورځول شي.

طبيعي ده کله چې شاګرد کوښښ نه کوي، استاد ته هم پر مطالعه بوختيا بېځايه هڅه ښکاري، خو نه!

ته بايد د زده کوونکي ترڅنګ د خپلو معلوماتو د بډاينې فکر هم له ځان سره ولرې.

د خپلو اړوندو کتابونو لپاره د مطالعې ترڅنګ ته بايد هر اړخيزه مطالعه هم ولرې، ترڅو درسي چاپېريال کې مو شاګردان له مختلفو معلوماتو برخمن شي.

فصاحت د استاد لپاره شرط دی او ته بايد په خورا فصيحه ژبه، هوري صوت او جلبوونکو او هڅوونکو کلماتو درس پيل او مخته بوزې؛ ځکه که استاد فصيحه ژبه نه درلوده، نو که خروار علم ولري هم، اخذ ترې مشکل کار دی.

جرئت بله مهمه ځانګړنه ده، چې بايد ته ترې بې برخې نه وې؛ که ستر او لويان شاګردان دې مخې ته ناست وي، ته يې بايد د يوه شاګرد په توګه فرض کړې او پر ځان يې هېڅ راز تاثير يا فشار ونه منې..

خپل درسي چيپټر ((رساله )) يا کوچنی د يادداشتونو کتاب هر وخت ليکه، يو خو به اوس او راتلونکي کې درسره زياته مرسته کوي، ورسره به له تاسو څخه د ښو اثراتو يو نمونوي ميراث وي، چې د پيړيو لپاره به دې دا ارزښتناک خدمت ژوندی پاتې وي.

روزنه:  استاده! د شاګرد د ښوونې ترڅنګ د روزنې مهم بخش هم ستا پر غاړه دی، ځکه همدا ستا شاګرد د يو چا د غيږې او د چا د اوږې نازولي بچي دي، نو د هغوی((مور اوپلار)) روزنه پرې کوم ځانګړي اثر نه لري.  اړينه ده، ته يې بايد د بېلابېلو ميکانيزمونو له لارې داسې وروزې، چې هم د مور او پلار ادب زده کړي، هم د ښو اخلاقو تربيه ترلاسه کړي او هم ستاسو او ستاسو د ښوونځي په نيکو شاګردانو کې حساب او راتلونکي ته د ښه مسئوليت منلو جوګه شي.

خپل شاګرد په ((نه)) جرم او د خلکو په وړاندې مه تحقيروه، ځکه دا د هغه د پارونې او له درسونو څخه د زړه توري لامل جوړېږي.

هېڅکله د شاګرد په مخ کې په قهقهه او کړس کړس مه خانده او مه يې په مخ کې ټوکې ټکالې کوه، چې دا کار دې بيا درسي اثرات او رامنځته شوي هيبت او عزت له منځه وړي.

د درسي وخت پرمهال له دنيايي خبرو او هغو بحثونو ډډه کوه چې له درسي چاپېريال سره نه ښايي.

د خپلو شاګردانو په مخ کې نور استادان په بده مه يادوه او مه يې غيبت کوه، ځکه همدا شاګرد ،چې ته يې خپل مخلص بولې، د بل استاد لپاره هم په همدې کچه اخلاص لري.

خپل شاګرد تقوا او ديانت ته هڅوه او داسې په کنترول کې يې ساته چې سبا په پرديو افکارو او عقايدو درڅخه منحرف نه شي، ترڅو خدای مکړه، بيا د هغه کړنې سبا ورځ ستا او د ټولنې په ټنډه ستر پيغور پاتې وي.

هڅه کوه، په مياشت کې د اسلامي معلوماتو په برخه کې يوه ديني تمريناتي سيالي دايره او د غوره شاګردانو په اعلان سره هغوی دې کار ته لا تشويق کړې؛ اړينه ده چې هغوی په انعاماتو او جوايزو هم ونازوې، که په دې برخه کې د اړوندې ادارې له خوا مرسته نه وي، نو يې له شاګردانو ټولې، خو هغوی ته پرې جوايز وپيره او تقديروه يې.

د شاګردانو د نظافت کتنې ترڅنګ، د هغوی اخلاق هم ارزوه او وخت په وخت يې ګوشمالي کوه، ترڅو له مسيره کاږه نه شي.

وخت ناوخت هغوی ته د مشرانو عالمانو، مشهورو ساينسپوهانو، تکړه کسبګرو او سترو شاهانو تاريخي کيسې کوه، ترڅو په کې د پلرني غيرت او شجاعت وږمې وچلېږي او خپل راتلونکي ته لاښه ځيرشي.

ګرانه استاده! منم چې ستا مياشتنۍ تنخوا به د نشت برابر وي، په داسې حال کې چې د همغو شاګردانو ،چې ستا له ټولګي وتلي او دا مهال په لوړوپوسټونو دندې مخته وړي، لوړترين معاش دی؛ خو ته مه خپه کېږه، ستا خدمتونه د ولسونو نه دي هير، ټول دې حمايه کوي او ستا د نه ستړې کېدونکو خدمتونو له کبله ستا د ټولې کورنۍ قدر کېږي.

هيلې زياتې شته ،چې يو وخت به همدا ستا د شاګرد (( لوړ رتبه چارواکي)) او ستا معاش يوشان او لا ترې نه لوړ وي، ځکه ته يې چې ملتونه روزې او ښه مسير ته يې سوق کوې او همدا ستا قدر هغوی پېژني چې دين، هېواد او وطن ته ژمن خلک دي.

په آخرت کې هم درته د دې خدمتونو په بدل کې د نعم البدل غوښتونکي يو.

رب دې درنه راضي شي استاده!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button