
قانون باید پر ټولو یو شان پلې شي !
دا یو معمول دی چې د هر نظام او هرې ټولنې لپاره ټاکل شوی او معین قانون موجود وي تر څو له هغه څخه پیروي وکړي او د خپل ژوند چارې پرې مخته یوسي ، په دې قانون کې به ځنې وخت خلکو ته امتیاز او ځنې وخت به خلکو ته جزا او سزا ورکول کیږي.
دا یو معمول دی چې د هر نظام او هرې ټولنې لپاره ټاکل شوی او معین قانون موجود وي تر څو له هغه څخه پیروي وکړي او د خپل ژوند چارې پرې مخته یوسي ، په دې قانون کې به ځنې وخت خلکو ته امتیاز او ځنې وخت به خلکو ته جزا او سزا ورکول کیږي.
د قانون شتون د پر مختگ په را وستلو ، د نظم را منځ ته کولو ، په ښه توگه د کارونو د پر مخ بیولو ، د هرکس لپاره د مشخصې دندې سپارلو ، په ښه او غوره مدیریت سره د نظام په چلولو او دې ته ورته نورو زیاتو برخو کې مٶثر تمامیدای شي.
د دې بر عکس د قانون نشتون نظام او ټولنه له گڼو ستونزو سره مخامخ کوي ، دگډوډۍ لامل گرځي ، مشکلات را منځ ته کوي او د کارونو په مخته وړلو کې د خنډ او ځنډ سبب کیږي.
په اسلامي نظام او اسلامي قانون کې د مجازاتو او مکافاتو په ترسره کولو کې باید د غني او غریب ، لوړ رتبه او ټیټ رتبه ، تور او سپین ، د هرې ژبې او سمت والا ، که د هر چا زوی او پلار وي باید تفکیک او فرق ونه شي په ټولو یو شان تطبیق او عملي شي .
مثلاً: کچیرې د قصاص ، غلا او یا هم تعزیر د حکم موضوع مخې ته راشي او غواړو د عمل جامه ور واغوندو نو که یې فاعل او ترسره کوونکی له هر ډول قشر ، رتبې او لسان څخه وي باید پرې عملي شي ، ځکه که چیرې یې تر منځ په توپیر قائل شو او فرق پکې وکړو نو پایلې یې ناوړه او خطرناکې دي.
ځکه پیغمبر (صل الله علیه و علی آله وسلم ) د صحیح البخاري په (۳۴۷۵) نمبر حدیث او د مسلم په (۱۶۸۸) نمبر حدیث کې فرمایي: هلاک شول هغه کسان چې له تاسې د مخه وو په دې سبب چې کله به په دوی کې شریف او د مرتبې والا کس غلا وکړه نو پریښودل کیدو به او کله به چې ضعیف او ناتوانه شخص غلا وکړه نو په هغـه به حد عملي کیدو ، بیا فرمایي چې زما د په رب قسم وي که چیرې فاطمه د محمد(صل الله علیه و علی آله وسلم ) لور غلا وکړي نو زه به یې لاس ور قطعه کوم.
د پورتنۍ موضوع تر سره کول د اسلامي نظام دنده او وجیبه ده ترڅو په ښه ډول نظر ورته وکړي ، عملي یې کړي او کما حقه یې اداء کړي ، تر څو د یو ښه اسلامي نظام تمثیل نورې نړۍ ته ښکاره او څرگندکړو.
سیدیحی (عمر)