مقالې او تبصرې

فيمينزم  (Feminism)

دویمه برخه    /    لطف الرحمن قمري

اسلام په كې څه وايي؟

ترهر څه وړاندې باید ووایو چې فیمینزم او جندر په حقیقت کې د الهي فطرت سره د ټکر او تضاد خوځښت دی او هغه شيطاني عمل دی چې شيطان يې په اړه له پخوا خپله اجنډا اعلان کړې او قرآن کریم رانقل کړې ده: ژباړه: او زه به هرومرو دوی گمراه کړم او خامخا به يې به په باطلو امیدو کې واچوم او هرومرو به ورته امر وکړم چې هرومرو به دوی د چارپایانو غوږونه څيروي او زه به خامخا دوی ته امر وکړم پس هرومرو به دوی د الله تعالی پیدایښت ته تغیر ورکوي.

په مخکې گڼو کې مو وویل چې فیمینستان په خپل منځ کې یو موټی او يوه خوله نه دي بلکې په بیلابیلو ډلو ویشل شوي، چې هره یوه یې تر شا ځانگړې فلسفه لري، له دې څخه دا په ډاگه کیږي چې فیمینزم په خپله کومه ځانگړې فلسفه او تصور نه لري بلکې د لويديځ د بيلابيلو فلسفو پر بنسټ ولاړ ټولنیز خوځښت دی چې د ښځې د حقوقو د لاس ته راوړلو شعار یې پورته کړی دی. دا په حقيقت کې د لويديځ د منځنیو پیړیو د ظلمونو غبرگون دی چې د اروپايې رنسانس په غیږ کې زیږیدلی او ټولې غوښتنې او شعارونه يې هماغه وخت او ځای ظلمونه او تيري انځوروي په بله ژبه ویلای شو چې فیمینزم په حقيقت کې د اروپايي محرف مسیحیت په وړاندې د قیام پایله ده. لدې کبله په هیڅ ډول نشو کولای چې فیمینزم د ټول انسانیت یا د ټولو ادیانو په اړه د حق معيار او تله وگرځوو او دا ځکه چې اروپايي رنسانس انسان د کليسا له ړندې واکمنۍ څخه خلاص کړ، خو د عقل په عبادت يې روږدی کړ، او په خپل وار يې انسان باندې د معرفت سرچينې محدودې کړې، کلیسا د حق د معرفت سرچینه یوازې کليسايي ( د دوی په اند وحياني احکام ،بلل خو عقل گرایانو بیا یوازې عقل د معرفت سرچینه وگرځوله او د Humanism دانسان د اصالت د فلسفې پر اساس يې انسان ته الهي کارونه وسپارل په هر حال پدې موضوع زيات نه غږیږو، یوازې دومره وایو چې فیمینستانو هم د همدې فلسفې پر بنسټ له ټولو اديانو انکار وکړ ، د معرفت سرچينه يې يوازې عقل وگڼله په ټولنه کې يې د دین د حاکمیت او پر وحي باور او عقيده له منځه يوړه او په دې توگه يې يوازې د اسلام سره نه بلکې د ټولو اديانو سره جگړه اعلان کړه. بل پلو ته که فیمینستانو وکولای شول چې ښځه د کورنۍ له چاپیریال څخه راوباسي او په ټولنه کې يې د نارینه سره اوږه په اوږه ودروي. د دې په بدل کې يې له ښځې څخه په ټولنه کې د هغې د قدر او احترام ستر لاملونه مور ولي او میرمن توب هم واخیست کوم چې په ټولنه کې د ښځينه د تاثير او اغیز اساسي توکي و او په ټولنیز مشارکت کې يې د ښځې ونډه څرگنده کړې وه.

اسلام د کایناتو په اړه ځانگړی نړۍ ليد لري، او د اسلام ټول کلي او فرعي احکام پر همدغه نړۍ ليد ولاړ دي، د اسلام له نظره د نارينه او ښځینه جوړه هم د کایناتو د نورو جوړو په شان د انساني نوع د بقاء، لپاره په ځانگړي جوړښت او دندو سره رامنځ ته شوې ده. الله تعالى فرمايي: ) ژباړه: مونږ له هر  څه نه دوه جوړې پیدا کړي دي ترڅو تاسې پند واخلئ. لکه څرنگه چې په نورو حيواناتو يا نباتاتو کې د ښځينه او نارينه دندې سره توپیر لري په همدې توگه په انسان کې هم د نارينه او ښځینه دندې د هغوې د جوړښت له وخته او پر هماغه اساس ويشل شوي دي او همدا د انساني نوع د بقاء، اساسي لامل دی او په دې دندو کې د هر ډول گوتووهلو سره به انساني نوع د خطر سره مخ کیږي، وروسته به د دې مدعا ښکاره شواهد وړاندې کړو. دلته د يادونې وړ ده چې  فیمنستان په عمومي توگه دغه کلي نړۍ ليد په پام کې نه نیسي او هڅه کوي چې د دې په غیاب کې په وړو وړو مسایلو (حقوقویا مسؤلیتونو) قضاوت وکړي.

چې ډیر ځله ساده لوحه او بې علمه خلک هم دا انگيري، چې گواکې د دوې خبره سمه ده. اسلام د ښځينه او نارینه تر منځ په ذاتي مساوات او وظيفوي ويش قايل دى، له همدې کبله اسلام . کله چی نارینه او ښځینه مسئولیتونه او حقوق بيانوي، هلته بيا د پورتني اصل پر اساس یو ځانگړی انډول په نظر کې نيسي.كوم حقوق یا مسئولیتونه چې د انساني ذات پورې تړلي دي، هلته ښځينه او نارینه سره یو شانته دي، الله تعالی فرمايي: ژباړه: اې خلکو! موږ تاسو له یوه نارینه او یوې ښځینه څخه پیدا کړئ او بیامو تاسو قومونه او قبیلې وګرځولئ، ترڅو چې تاسو یوبل سره وپېژنئ. په حقیقت کې دالله ج په وړاندې ستاسو څخه تر ټولو زیات عزتمن هغه څوک دی چې هغه په تاسو کې تر ټولو زیات پرهیزګار وی. [د حجرات سورت (13) ایت] خو په کوم ځای کې چې د ټولنيزې دندې او وظیفې پر اساس مسئولیت یا حق ورکول کيږي، هلته بيا د دندې په تناسب مسئولیت یا حق ورکول شوی دی. د دنیا په هیڅ قانون کې هم دا نشته چې د حقوقو په ورکولو کې دې د شخص اجتماعي وظيفه په نظر کې ونه نیول شي. په دې توگه چيرته چې په اسلام کې د ښځينه او نارينه تر منځ په حق یا مسئولیت کې یو تربله د فضیلت خبره رامنځ شوې ده، هغه ذاتي ،فضیلت نه بلکي وظيفوي فضيلت دى. الله تعالی فرمایي :ژباړه: او څه چې الله ج ستاسو څخه ځینوته د ځینو نورو پرتله زیات ورکړي دي، د هغو هیله مه کوئ؛ د نارینه و برخه د هغو له کړو سره سمه او د ښځو برخه د هغو له کړنو سره سمه ده. هو ! له الله ج څخه د هغه د فضل دعا ګانې  غواړئ په دې کې شک نشته چې الله ج په هرڅه پوه دی. [د نساء سورت (32) ایت] . د اسلام له نظره همدا د ښځې بيالوژيکي جوړښت او دندې دې چې په ټولنه کې د ښځې ټولنيزې دندې ترسيموي. الله تعالى چې د ښځې او نارینه دندې سره ويشلي، له پيله يې د هغوی جوړښت، د هغوی د دندو په تناسب جوړ کړی دی. ښځينه د خپل ماشوم د پالنې لپاره قوي عاطفې ته اړتيا لري

او د دې په مقابل کې يې عقلانیت کمزوری دی، چې په حديث کې تري په ناقصات العقل تعبیر شوی دی، دا کار الله تعالى د ښځې د سپکاوي یا تحقیر لپاره ندی کړی بلکې د يو ټولنیز ضرورت پر بنسټ الله تعالى همداسې اندازه کړی دی. ) وخلق كل شئ فقدره تقديرا دا الهي اندازه گيري ده بل پلو ته نارینه ته عاقبت انديشي ورکړل شوې ده چې د دنيوي چارو د ښه سمبالښت لپاره اړینه ده. په همدې پورتني حديث کې وگورئ چې رسول الله صلي الله عليه و سلم له یوې خوا ښځې ته د ناقصات العقل خطاب کوي او دحدیث په پای کې وايي چې د دوی عاطفه بیا دومره قوي ده چې د خپلې عاطفې په زور تر ټولو حازم او هوښیار سړی هم را پرځوي ما رايت من احداكن اذهب للب رجل حازم، له همدې کبله . نارینه  د ښځې د عاطفی په وړاندې کمزوری دی، ښځې ته يې امر کړی دی، چې ځان په پرده کې وساتي. ځيني فيمينستان بیا داسې انگيري چې گواکې د ښځينه دغه بيولوژيکي تفاوتونه يا دندې د ښځينه په غوره والي او ځانگړتيا دلالت کوي، خو بلې خوا ته بيا د نارينه د غوره والي لاملونه او ځانگړتياوي نه مني.

یو بل حقیقت چی فیمینستان یې هم مني خو ځواب ورته نلري، هغه دا دی چې  الله تعالى د ټولنې د پرمختیا لپاره په یو شان انسانانو کې ځانگړي استعدادونه ايښي دي، چې باید هر څوک د خپل استعداد په ډگر کې توظيف شي او ترې کار واخیستل شي که چیرې د مساوات په نامه دا ټول په يو کار وگمارل شي یا هرڅوک د خپل استعداد سره سم توجيه نشي او خپلې خوښې ته پریښودل شي، د ټولنې بقا د خطر سره مخ کيږي. پر دې اساس الله تعالی د انسان د دوه سترو جنسونو نارينه او ښځينه – لپاره د هغوی د استعداد په تناسب د کار ډگرونه ښودلي دي چې هر څوک باید خپله ټاکلې وظيفه ترسره
کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button