
فلسطین ولې د مسلمانانو لپاره د ژوند او مرګ ارزښت لري؟
کله چې ته د نړۍ د سترو قدرتونو له لوري د اسراييلو او نیواکګرو یهودانو ملاتړ وينې او بیا د فلسطین او غزې پر بې دفاع مسلمانانو ظلمونه ویني؛ نو په نړۍ کې به ظلم او بې عدالتي په ژوره توګه درک کوې. د غزې په اوسني کړکېچ کې د نړۍ مشرانو د یهودي نیواکګرو څخه په کلکه ملاتړ او دفاع وکړه او د هغوی دفاع ته دوام ورکوي، په دې ډول لکه اسرائیل او یهودي نظام چې د امریکا، انګلستان، فرانسې او نورو لودیزو هيوادونو برخه وي.
کله چې ته د نړۍ د سترو قدرتونو له لوري د اسراييلو او نیواکګرو یهودانو ملاتړ وينې او بیا د فلسطین او غزې پر بې دفاع مسلمانانو ظلمونه ویني؛ نو په نړۍ کې به ظلم او بې عدالتي په ژوره توګه درک کوې. د غزې په اوسني کړکېچ کې د نړۍ مشرانو د یهودي نیواکګرو څخه په کلکه ملاتړ او دفاع وکړه او د هغوی دفاع ته دوام ورکوي، په دې ډول لکه اسرائیل او یهودي نظام چې د امریکا، انګلستان، فرانسې او نورو لودیزو هيوادونو برخه وي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د طوفان الاقصی عملياتو او پر غزې د اسرائیلو د حملې په اړه په خپل لومړی غبرګون کښې وویل: اجازه راکړئ په واضح ډول ووایم چې د اسرائیلو د امنیت لپاره د امريکا د حکومت ملاتړ ډېر پیاوړی او ثابت دی. د برتانیې لومړي وزیر د الاقصی بریدونه یو “ترهګریز برید” بللی او په یوه لنډ پیغام کې یې لیکلي دي: “موږ د اسراییلو ترڅنګ ولاړ یو.” د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل: “موږ د اسراییلو د قربانیانو او کورنیو سره خپل بشپړ ملاتړ څرګندوو.” د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا برباک وویل: «د اسراییلي ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او راکټونه باید همدا اوس ودرول شي.» د اروپایي ټولنې مشرې اروسولا دیرلین پر اسراییلو برید «له کرکې وړ او تر ټولو ستره ترهګري» بللی دی.
سربیره پردې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییلو ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: دا سمه ده چې تاسې د خپل ځان د دفاع واک لرئ، خو تر څو چې امریکا شتون ولري، هیڅکله به په یوازې د ځان دفاع ونه کړئ. د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن په یوه بیان کې وویل: «زه پرمختګونه له نږدې څارم. “له ځانه د دفاع لپاره له اسراییلو سره زموږ ژمنې پیاوړې دي.” هغه سیمې ته د خپل سفر او د یهودانو د دفاع له وزیر سره په کتنه کې هم وویل: اوس د بې طرفۍ وخت نه دی!
خو د اسلامي هېوادونو مشرانو په تېره بيا د عربي نړۍ مشرانو په غبرګون کې هغه څه ونه وویل، چې د فلسطين د مظلومو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د غزې تړانګې د مظلومو مسلمانانو د دفاع لپاره يې کولاى شواى، چې لږ تر لږه د غزې د تېري د پاى ته رسېدو لامل شي.په داسې حال کې چې د امريکا په ګډون د نړۍ سترو قدرتونو د يهوديانو په مستقيم ملاتړ اسرائيلو ته پراخ پوځي تجهيزات لېږلي دي. دغه ملاتړ یهودي یرغلګر پوځونه دومره وحشیانه کړل چې په غزه کې یې د کلستر بمونو په غورځولو او د بیولوژیکي وسلو په کارولو سره په زرګونو ماشومان، ښځې، نارینه او ملکي وګړي په قتل عام ورسول او لا هم دغو جنایتونو ته دوام ورکوي.
خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د یهودي اشغالګرو هوايي او ځمکنیو بریدونو د غزې ځینې برخې په کنډوالو بدلې کړې دي. پر دې سربیره یهودي نیواکګرو د غزې بې دفاع خلکو ته خبرداری ورکړی چې د غزې مسلمانان دې له خپلې خاورې ووځي. ايا له دې څخه زيات خطرناک ظلم، بې عدالتي او قتل عام شته؟
د قدس سپېڅلې خاوره د مسلمانانو په تاریخ او زړونو کې د ژوند او مرګ په څیر حیاتي مسئله ده دا مبارکه خاوره د لومړي ځل لپاره د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت پر مهال د صحابه کرامو په پاکو لاسونو فتحه شوه. بيا د صلبيانو له اشغاله په – ۵۸۳ هـ ق – ۱۱۸۷ میلادي کال کې د حطین په جګړه کې– د عباسي خلافتونو یو قومندان سلطان صلاح الدین ایوبي د صلیبیانو له منګولو ازاده کړه.
د يوويشتمې پېړۍ په پیل کې کله چې د امریکا ولسمشر جورج بوش د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه افغانستان او بیا عراق اشغال کړ په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد جګړه او د فلسطین مسله په ټپه ولاړه وه. خو برعکس یهودانو خپل اشغال ته دوام ورکړ او د اشغال شويو یهودي میشت ځایونو پراخولو ته یې مخه کړه. خو کله چې فلسطیني مسلمانان د هغوی د دې ناوړه کړنو په وړاندې ودریدل، هغه یې قتل عام کړل. دا قضیه هغه مهال توده شوه چې په ۲۰۱۷م کال کې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته، اشغال شوی بیت المقدس د امریکا له خوا د یهودي دولت د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژندل شو.
د فلسطین مسله په حقیقت کې د مسلمانانو د ژوند او مرګ مسله ده. له همدې امله کله چې د يهودانو پر وړاندې د دفاع او جهاد غږ پورته کېږي، نو د نړۍ د مشرانو دريځونه د يهودانو په دفاع کې دومره څرګند او پرېکنده وي لکه د دوى د خاورې او جغرافیې پر يوه برخه بريد شوى وي. د فلسطین مسله اوس هم د مسلمانانو لپاره یو لوی امتحان او کړاو دی. لکه څنګه چې دا مسله د یهودانو او حتی د حکومتونو لپاره د ماتې او بریا په توګه ګڼل کیږي چې ملاتړ یې کوي