سرلیکنې

فشار نه، تعامل حللاره ده…!

وړمه ورځ د فاکس نيوز ټلويزيوني شبکې له لوري خپور شوي مطلب کې راغلي چې يو شمېر امريکايي سناتوران غواړي پر اسلامي امارت د لا نورو بنديزونو لپاره ددغه هېواد کانګرېس ته يوه نوې طرحه وړاندې کړي.

وړمه ورځ د فاکس نيوز ټلويزيوني شبکې له لوري خپور شوي مطلب کې راغلي چې يو شمېر امريکايي سناتوران غواړي پر اسلامي امارت د لا نورو بنديزونو لپاره ددغه هېواد کانګرېس ته يوه نوې طرحه وړاندې کړي.

اسلامي امارت د امريکايي سناتورانو دغه ګام غندلی او ټينګار يې کړی، چې که امريکا او بل هر هيواد د ستونزو د حل په لټه کې وي، سياسي او اقتصادي فشار نه، تعامل او رښتينې او په متقابل احترام ولاړې اړيکې او ډيپلوماسۍ يې حللاره ده.

د چارو شنونکي هم په دې باور دي چې امريکا او متحدينو يې پوره دوه لسيزې افغانستان کې د نظامي، سياسي او اقتصادي فشارونو له لارې هڅې وکړې چې پر افغان ملت خپلې غوښتنې او فرمايشونه وتپي، خو دې ټولو فشارونو يې نتيجه ورنه کړه.

اوس هم که امريکا او لويديځه نړۍ غواړي چې سياسي او اقتصادي فشارونو ته دوام ورکړي او له دې لارې خپلې غوښتنې او وړانديزونه پر افغانانو وتپي، دا پاليسي يې ناسمه ده او هيڅکله به له دې لارې خپلو موخو او اهدافو ته ونه رسيږي.

امريکا، لودیځه نړۍ او د سيمې هيوادونه بايد درک کړي، چې افغانستان يو خپلواک او آزاد هيواد دی او دلته به هغه ډول حکومت او قوانين پلي کيږي، چې ددغه هيواد د خلکو ديني او ملي ارزښتونه یې ايجابوي.

نو غوره دا ده، چې افغانستان سره د متقابل احترام په معيار ولاړې اړيکې او تعامل ته مخه کړي، دا چاره د افغانستان سربېره د نړۍ په ګټه هم ده. نړۍ سره وصل، باثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان د ټولې نړۍ په ګټه دی، خو منزوي او بې ثباته هيواد د هيچا په ګټه نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button