ټولنه او کلتور

فراه کې  ۱۷ ښوونځي بیارغول شوي

د فراه ځایي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د لسو میلیونو افغانیو په لګښت ۱۷ ښوونځي بیارغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د فراه ځایي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د لسو میلیونو افغانیو په لګښت ۱۷ ښوونځي بیارغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د فراه ولایت د پوهنې رییس اختر محمد زعيم وویل چې په دې ولایت کې د دولت له بودجې څخه ۱۷ښوونځي او د پوهنې رياست ودانۍ د ۱۰ ميليونه، ۵۷۷ زره افغانيو په لګښت له بيا رغونې وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې په دغه ولایت کې د تېرو سختو او اوږدو جګړو پرمهال ډېری ښوونځي له منځه تللي، چې د يادو ښوونځیو له رغولو سره سم به د پوهنې په برخه کې د پام وړ بدلون او اسانتيا رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button