اقتصاد

فراه کې یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د فراه په شیبکوه ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د اوبو د دغه کوچني بند پر جوړېدو ۴ میلیونه ۵۳۶ زره افغانۍ  لګېدلي دي. ویل کېږي چې دا بند د ۸ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د د دې بند پر جوړېدو خوښي ښودلې او په هېواد کې د ورته بندونو جوړول یې تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا لپاره مهم بللي دي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته بندونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button