ټولنه او کلتورګزارش

فراه کې د بېړني ناروغانو د لېږد وړیا امبولانسونو څانګه پرانستل شوه

د فراه په فراهرود ولسوالۍ کې د بيړنۍ درملنې او ناروغانو د لېږد لپاره د وړيا امبولانسونو څانګه پرانیستل شوه.

فراه کې د بېړني ناروغانو د لېږد وړیا امبولانسونو څانګه پرانستل شوه

د فراه په فراهرود ولسوالۍ کې د بيړنۍ درملنې او ناروغانو د لېږد لپاره د وړيا امبولانسونو څانګه پرانیستل شوه.

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلينو د دې ولايت په فراهرود ولسوالۍ کې د بيړنۍ درملنې او ناروغانو د لېږد لپاره د وړيا امبولانس څانګه په داسې حال کې پرانیستله، چې د ياد رياست رئيس مولوي احسان الله «شاکر»، مرستیال رئيس ډاکټر دين محمد «عبدالحق»، فراه امبولانس آمر، د فراهرود ولسوال ملا محمد صادق «جهادمل» او ځينو نورو مسؤلينو هم ګډون درلودل.

ياد مسؤلین زياتوي؛ چې د دې څانګې له پرانيستې‌ سره سم به د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پيښو له کبله بيړني ناروغان به پر وخت تر روغتيايې مرکزونو پورې ولېږدول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button