مقالې او تبصرې

فحش فلمونه که د جهنم دروازه!

د سریالونو، هندي او امریکایي فلمونو، بربنډو عکسونو او ویډیوګانو فلمونه لېدل ټول حرام او انسان د جهنم په طرف بیایي.

د سریالونو، هندي او امریکایي فلمونو، بربنډو عکسونو او ویډیوګانو فلمونه لېدل ټول حرام او انسان د جهنم په طرف بیایي.

او حرام والی يې په لاندې دلایلو سره ثابت دی.

۱- بېګانه نارينه او ښځو ته د شهوت په نظر کتل حرام دي.

الله ﷻ  مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو ته حکم کړی:

[اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو نارينه وو ته ووايه: چې خپل نظر تر كنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي، دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چې څه كوي الله پرې خبرېږي.

او [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چې خپلې سترګې تر كنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي.

بېګانه ته د شهوت په نظر کتل دا د سترګو زنا ده (رواه البخاری ۶۲۴۳)

۲- د بېګانه ښځې یا سړي اصلي عورت او یا د هغه تصویر یا ویډیو ته کتلو کې فرق نشته او دواړه حرام دي.

ځینې معاصر فقهاء وایي چې تر اصلي نظر ویډیو یا تصویر زیات خطرناک دي ځکه اصلي نظر بالفور وي او د فحش فلم څخه زیاته استفاده کولای شي چې فتنه یې زیاته ده.

۳- جنسي فلمونو ته کتل د زنا او لواطت لویه وسیله ده.

الله ﷻ موږ ته حکم کړی چې{ زنا ته مه نژدې کېږئ. هغه ډېر ناوړه كار دى او ډېره بده لاره ده.}

۴- او حدیث کې په هغه چا لعنت ویل شوی چې د سترګو د نظر حفاظت نه کوي حدیث کې راځي {د الله تعالی لعنت دې وي په کتونکي او په هغه چا چې د بل کتلو ته ځان چمتو کوي.}

د فحش فلمونو كتلو اضرار:

۱- دا چې د فلمونو ليدل په خپل ذات کې د كبيره ګناهونو مجموعه ده له هغه سربېره په نورو هلاکوونکو ګناهونو د اخته كېدو سبب کېږي لكه زنا، لواطت استمناء (خپله انزال او نور).

۲- د الله (ج) له فضل څخه لرې کېدل.

۳- د الله (ج) د غضب سبب ګرځېدل.

۴- په حرامو کې د مال مصرفول.

۵- د سترګو د نظر ضعیف کېدل.

۶- حافظه کمزوري کېدل.

۷- عقلي تشويش او نا آرامي يوازې د شهواني خيالونو پالنه او روزنه او په دې کې د خپل فکر مشغول ساتل او د الله ﷻ د ذكر او یاد څخه عفلت اختيارول.

۸- د عبادت خوند ختمېدل.

۹- د جنسي قوې له لاسه وركول.

۱۰- د حياء او غيرت ضعف ځكه چې د دې ډول فلمونو کتل په انسان كې حيا له منځه وړي.

۱۱- د خاوند او مېرمنې والدينو او اولاد ترمنځ د ستونزو پیدا کېدل او د ژوند خرابېدل بلاخره د خاوند يا ښځې بغاوت او طلاق یا د اولادنو بغاوت ځکه دغه فلمونه ټول د کفري ټولنې په معيار جوړ شوي او ترتيب شوي، چې د همدې بغاوتونو درس وركوي.

۱۲- د یو څو دقیقو خوند خو د ډېر وخت د عذاب سبب کېږي.

۱۳- ایا تاسو پوهېږئ چې د دې زناکارانو لیدل تاسو د خلکو په سترګو کې کوچني کوي؟.

۱۴- د بركت له منځه تلل او د ستونزو زیاتوالی.

۱۵- د زړه کلکوالی او په عباداتو کې سستي او بلاخره د عباداتو نقصان او ضايع.

۱۶- په دنيا کې د ژوند له اصلي هدف څخه انحراف او خپل څو ورځې ژوند بربادول.

۱۷- د سترګو نه ساتل او د بېگانه ښځو طرف ته ډېر ډېر کتل که څه هم دا یو مستقله ګناه ده،خو له بله اړخه دنيوي عذاب دی چې خپله د انسان عزت ته لويه صدمه رسوي.

۱۸- همدارنګه د بې اولادۍ سبب ګرځي.

د فلمونو او سریالونو د ترک کولو لپاره څو وصيتونه :

۱- د فلمونو او سريالونو ټول مواد له موبایل کمپیوټر او کور څخه ایستل او د هغه له منځه وړل او د ټولو شيطاني سايټونو بلاک کول.

۲- پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کول ځکه کامل لمونځ سړى له بدو كارونو ساتي او د لمانځه کمال په جماعت سره ادا کول دي او د ښځې لپاره په خپل وخت لمونځ سره له ټولو احكامو.

۳- د قرآنکریم څه حصه تلاوت کول او د قرآن تلاوت ته غوږ نیول.

۴- د سهار او ماښام اذکار،په ځانګړې توګه د البقرې سورت آخري دوه آيتونه آمن الرسول …آخره) پورې تلاوت کول، ځکه چې دا آيتونه د هرې بلا او وباء دفع كوي.

۵- د نېکو او صالحو خلكو ملګرتيا او د فاسدو خلكو له ملګرتيا څخه ډډه کول.

۶- له بېکارۍ او فراغت څخه ځان ساتل ځکه د بېکاره سړي مغز د شيطان دوكان وي.

۷- خپل ځان په عبادت ،کسب کار، علم، لږ لږ جسمي تمرين ، د صالحانو او علماؤ سره ناسته، د خپل اهل سره ناسته او د خپلو خپلوانو پاللو باندې ځان مشغول ساتل.

۸- د سرتاسرې تباهۍ او مردارۍ څخه ځان ساتل :

۹- د فلمونو په کتلو کې د دين ضايع کول، د وخت ضایع کول د کارونو، دندو او علم ضايع كول، د الله قهر او غضب د زړه وژل، د حلال پر ځاې د مرداری لارې غوره كول دي.

۱۰- د اوږدو آرزوګانو ترک کول او د مرګ یادول ځکه چې د دنیا ژوند ډېر لنډ او محدود دی د مرگ نېټه چا ته معلومه نه ده د گناه خوند څو دقيقې، څو ساعته، څو ورځې دى چې تېرېږي خو غم او درد يې باقې وي…،نو وروسته بیا مرگ،قبر،حساب، د ښو او بدو نتیجه او تر تله عذاب پس ای زما وروڼو او خويندو! څوک چې پر دغه فاحشه وباء اخته وي خپل پالونکي پيدا کوونکي روزي در كوونكي، فناء كوونكي رب (جل جلاله طرفه ته رجوع وکړئ او توبه وباسئ.او داخبره هم په یاد لرئ چې هر کله یو مسلمان د اللهﷻ د رضا د لاسته راوړلو لپاره یو ناوړه او بد عمل ترک کړي اولاس ترې واخلي، الله تعالى ورته ضرور د هغې بدل (انعامات ) وركوي. نو ځکه څومره ژر چې کیدای شي له دې عمل څخه د زړه له کومې توبه وباسئ او دا ډول حرام کارونه او اعمال ترک کړﺉ او خپل ځان په داسې کارونو او اعمالو کې مصروف کړﺉ چې ستاسې د دنیا او آخرت د کامیابۍ سبب وګرځي زيات وخت د قرآن پاک تلاوت کوﺉ او ورسره د نبي کریم صلى الله عليه وسلم ، د امهات المومنين او د صحابه کرامو رضى الله تعالى عنهم د سيرت مطالعه کوﺉ او د مفیدو تقریرونو او درسونو اورېدلو ته مخه کړﺉ ترڅو د الله تعالی یاد او د اخرت ویره ستاسو په زړونو کې پیداکړي او په دې ډول تاسې له حرامو څخه ځان ليرې وساتئ.

[ماخذ فحش فلمونه او سریالونه ،عربي سايټ]

لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button