سرلیکنې

غښتلی نظامي ځواک مو بقا او پايښت تضمينوي!

هره ټولنه، هيواد او ملت غواړي، چې د ژوند په ټولو برخو کې بريالي، ځواکمن او سرلوړي وي، دا فطري غوښتنه ده، هيڅوک دا نه خوښوي، چې ناکام، کمزوری او د نورو تر واک او ولکې لاندې ژوند ولري.

هره ټولنه، هيواد او ملت غواړي، چې د ژوند په ټولو برخو کې بريالي، ځواکمن او سرلوړي وي، دا فطري غوښتنه ده، هيڅوک دا نه خوښوي، چې ناکام، کمزوری او د نورو تر واک او ولکې لاندې ژوند ولري.

هر هيواد هڅه کوي چې د خپلو ګټو او ارزښتونو د ساتنې لپاره ښه مسلکي او مجهز پوځ ولري، اسلام نه يوازې د دغې فطري غوښتنې پخلی کوي، بلکې خپل پيروان هڅوي چې د خپلواک او سرلوړي ژوند لپاره د کافرانو او دښمنانو پر وړاندې په الله تعالی د توکل او اعتماد تر څنګ په هره برخه کې د خپل توان تر بريده ځانونه چمتو او ځواکمن کړي.

غښتلی نظامي ځواک او توان هغه څه دی، چې ملتونه او هيوادونه پرې خپلې ګټې او ارزښتونه ساتي. هغه ملتونه، چې ښه مجهز او په پرمختللو وسلو سمبال نظامي ځواک لري، خپلې ګټې او ارزښتونه په ښه توګه ساتلی شي.

مسلمانان بيا پر نظامي تجهيزاتو سربيره د عقيدې او نظريې معنوي ځواک هم لري او دا يې له ټولو غوره وسله ده.

که چېرته د عقيدې او نظريې له ځواک سره په پراخه کچه د تجهيزاتو او وسائلو ځواک هم ملګری شي، نو د الله تعالی په مرسته به بيا د داسې پوځ په وړاندې هيڅوک هم د درېدلو وس ونه لري.

 دغسې ځواک به نه يوازې د خپل هيواد ګټې په سمه توګه خوندي کولی شي، بلکې د‌ ټولې نړۍ مسلمانانو ته به د ډاډ، سکون او ارام ژوند اميد وي.

اوس چې الحمدلله افغانان د يو خپلواک اسلامي نظام څښتنان دي او د خپلو اهدافو او ارزښتونو ترسيم او تخطيط يې په خپلو لاسونو کې دی، نو بايد لومړی په پوره پوهه او په دين او هيواد مينو تجربه لرونکو کسانو سره په مشوره ديني او ملي ارزښتونه، اهداف او ګټې ترسيم شي او بيا يې د ساتلو او موخو ته د رسېدو لپاره په ټول توان کار وشي.

 د يو خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ نظامي ځواک جوړښت هم خورا مهم دی، ځکه نظام او حکومت د څو ورځو لپاره نه، بلکې د سلګونو کلونو لپاره جوړيږي، خو چې خپلواک او ځواکمن نظامي پوځ نه وي، څو کاله هم دوام نشي موندلی.

د اسلامي امارت مشران او مسئولين دې برخې ته ښه متوجه دي او په ډېر کم وخت کې له تمې او هيلې پورته لاسته راوړنې لري، امنيت تر ډېره حده د ډاډ وړ دی او د مسلکي پوځ، استخباراتو او پوليسو جوړولو چاره په ښه ډول مخکې ځي. روانه اوونۍ د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د خپلو امکاناتو او دفاعي ځواک په هکله معلوماتو کې څرګنده کړې، چې دمګړۍ افغانستان شاوخوا ۱۵۰زره کسيز روزل شوي دفاعي ځواکونه لري، چې په پرمختللو وسلو او تجهيزاتو سمبال دي او دغه راز هوايي ځواک هم فعال دی او له ۶۰ زياتې ډول ډول الوتکې لري.

په شاوخوا يونيم کال کې د اسلامي امارت او افغان ملت لپاره دغه ډېره ستره لاسته راوړنه ده؛ خو دا چې موږ لسګونه کلونه له نړۍ وروسته پاتې يو، بايد لا ډېر کار وکړو، ترڅو يو داسې پوځ ولرو، چې له خپلو ديني او ملي ارزښتونو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي او دغه راز د دښمنانو ټولې ناوړه ارادې له منځه يوسي.

موږ داسې پوځ ته اړتيا لرو، چې په راتلونکې کې افغانستان د پرديو له يرغلونو او لاسوهنو وساتي او په ټوله معنا د هيواد له سرحدونو، جغرافيې او ارضي تماميت څخه دفاع وکړای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button