شریعت

غور کې د نشه يي توکو د تولید ٦٢ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي

د غور د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولين وایي، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته یې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د نشه يي توکو د تولید ٦٢ کارخونې کشف او له منځه وړې دي.

د غور د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولين وایي، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته یې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د نشه يي توکو د تولید ٦٢ کارخونې کشف او له منځه وړې دي.

د دغه ولایت د امنيې قومندان وياند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د اسلامي امارت له بريا وروسته په مرکز او ولسواليو کې د نشه يي توکو د تولید  ٦٢ کارخونې کشف او له منځه وړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې لړ کې۱۵۰ ټنه یامه، ۵۰ کیلوګرامه ښيښه، ۵۲۲ لېټره تېزاب او ۱۵۰ لېټره الکول د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

هغه وویل، په دغه کارخونو کې ٦٩ تنه هم نیول شوې او له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button