سرلیکنې

غوره روغتیایي خدمات د رعیت یو مسلم حق دی

تېره اونۍ د روغتیا وزارت لپاره یو نوی وزیر وټاکل شو، خدای دې وکړي چې په دې ډګر کې ډېر ښه وځلیږي ځکه د حکومت په انتظامي چوکاټ کې دا څانګه یوازې د ځورېدلو، کړېدلو او معذورو انسانانو خدمت او پالنې پورې اړه لري. حقیقت دادی چې د خوږمنو او رنځورو هېوادوالو لپاره کره او معیاري درملنه د حکومت پر غاړه یوه مهمه ذمه واري او ستر مکلفیت دی.

تېره اونۍ د روغتیا وزارت لپاره یو نوی وزیر وټاکل شو، خدای دې وکړي چې په دې ډګر کې ډېر ښه وځلیږي ځکه د حکومت په انتظامي چوکاټ کې دا څانګه یوازې د ځورېدلو، کړېدلو او معذورو انسانانو خدمت او پالنې پورې اړه لري. حقیقت دادی چې د خوږمنو او رنځورو هېوادوالو لپاره کره او معیاري درملنه د حکومت پر غاړه یوه مهمه ذمه واري او ستر مکلفیت دی. په تېره بیا افغانستان غوندې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته تازه را خلاص شوي هېواد کې. هلته چې د څلوېښت میلیونه وګړو لپاره ایله څو محدود روغتونونه، کمزوري او لږ شمېر ډاکټران او بې کیفیته درمل هم ډېر په ګرانه بیه ترلاسه کېدی شي. مطلب افغانان لکه د ژوند ګردو نورو څانګو کې همدغسې درملنه کې هم له خورا سختو ستونزو او غټو نیمګړتیاو سره مخ دي. ځکه خپلواکي یې نوې ترلاسه کړې، اقتصاد یې کمزوری او مهارتونه یې خام دي. همدا وجه ده چې موږ لا هم د هېواد په هره ولسوالۍ کې یو داسې روغتون نه لرو چې مثلاً اړونده سیمه کې د پنځوس سلنه ناروغانو سمه درملنه وکړی شي. د روغتونونو له کمښته ورهاخوا بله ستونزه د ماهرواو متخصصو ډاکټرانو کمی دی. ځکه ښکاره ده چې تر یو بریده تجربه کار ډاکټران زیاتره په لویو ښاروکې دنده تر سره کوي، اطرافي سیمې فقط د درملو څو دوکاندارانو ته ورپاتې دي. په روغتونونو کې د اړینو وسایلو نشتون، بازارونو کې د جعلې او بې کیفیته درملو پرېماني خو په عین حال کې ګراني او دغه راز یو بل غټ مشکل د ښځینه ډاکټرانو شدید کمی ټول هغه کړاوو نه دي چې زموږ بې وزله ملت ورسره لاس ګرېوان دی. سر بېره پردې خصوصي کلینیکونو کې د فیسونو لوړې بیې هغه څه دي چې د ناروغانو ملاوې ماتوي او یا یې مجبوروي چې د تل لپاره خپلو دردونو او رنځونو کې خوږمن پراته وي. زموږ مقصد دا دی چې د درملنې برخه کې خو واقعاً ستونزې زښته ډېرې او د حکومت لاسونه تش دي خو که پردې موضوع پوره غور وکړی شي نو داسې معلومیږي او د زیاترو هېوادوالو نظر هم دا دی چې تر ټولو مهمې ستونزې دوه دي: لومړی په ټول هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو کمی او دویم د معیاري درملو نشتون. په دې اساس لازمه ده چې حکومت د خپلو  بې وزلو هېوادوالو د روغتیایي خدماتو تر سره کولو کې جدي هڅې وکړي او د ګاونډیو هېوادو له احتیاج او بې پتۍ یې وژغوري.  البته دا هغه مهال ممکن دي چې په هېواد کې د سوچه او معیاري درملو تولید باوري کړی شي، نرخونه وڅارل شي او د ډاکټرانو خصوصاً ښځینه ډاکټرانو په روزنه او مسلکي وړتیا زیاتولو کې هڅه وشي. همدا د ټول ملت لوی ارمان او د زړه له تله کلکه غوښتنه ده چې باید حاکمان یې د زړه په غوږو واوري او پوره کولو کې یې بشپړ اخلاص وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button