سرلیکنې

غزه د اسلامي نړۍ د دفاع په لومړۍ کرښه کې!

د مسلمانانو او کافرانو ترمنځ جګړه خورا اوږد تاريخ لري، په دغو جګړو کې که څه هم بريا د مسلمانانو په برخه شوې؛ خو هر ځل د کافرانو له لوري پراخ جنايتونه او د بشري حقونو او د جګړې له قوانينو سرغړونې شوي دي.

د مسلمانانو او کافرانو ترمنځ جګړه خورا اوږد تاريخ لري، په دغو جګړو کې که څه هم بريا د مسلمانانو په برخه شوې؛ خو هر ځل د کافرانو له لوري پراخ جنايتونه او د بشري حقونو او د جګړې له قوانينو سرغړونې شوي دي.

د فلسطيني ملت او صهيونيستي اشغالګرو ترمنځ جګړه هم لسيزې وشوې، چې په بېلابېلو بڼو روانه ده، دغې جګړه کې صهيونيستي رژيم له ټولو نړيوالو قوانينو او مقرراتو څخه پراخې سرغړونې کړي.

د تېر ميلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نيټې راهيسي غزه په ډېر سخت حالت کې قرار لري، لسګونه زره بې ګناه مسلمانان شهيدان شوي، لسګونه زره ټپيان شوي او زرګونه نور لادرک شوي دي. د اشغالګرو د وحشتونو له امله د غزې ټول اوسېدونکي د خپلو سيمو پرېښودلو ته اړ شوي دي. د غزې تقریباً ټوله زېربنا له منځه تللې او صهيونيستي اشغالګر يوازې په دې هم بسنه نه کوي، بلکې مظلوم فلسطينيان يې له سختې لوږې سره مخ کړي دي او د بشري حقونو د څار سازمان د راپورونو پر اساس د غزې هغه اوسېدونکي چې جګړه کې ژوندي پاتې دي، اوس د لوږې او ډول ډول ناروغيو له امله له ټولو د لوړې کچې ګواښ سره مخ دي.

خو پر دې ټولو ستونزو سربېره بيا هم حماس او د فلسطين او بيت المقدس د آزادۍ لپاره نورې مقاومت کوونکې ډلې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په پوره ځواک، بريالۍ ستراتېژي او مېړانه د اشغالګرو په وړاندې جنګېږي.

د منځني ختيځ، اروپا او ان په خپله ځينې د اسرائيلي چارو پوځي کارپوهان په دې باور دي، چې صهيونيستي رژيم تراوسه پورې خپل هيڅ هدف نه دی ترلاسه کړی، بلکې سربېره پر دې له سختو پوځي،  سياسي او اقتصادي فشارونو سره هم لاس او ګريوان دی.

د دې جګړې له ټولو مهم اړخ دا دی، چې صهيونيستي رژيم يوازې د غزې او لوېديځې غاړې د بشپړ کنټرول تکل نه لري، بلکې د نږدې عربي هيوادونو د هضمولو اراده يې هم کړې ده، چې د لبنان په وړاندې وروستي اقدامات او ګواښونه يې څرګنده بېلګه ده.

غزه په يوازې ځان د اسلامي نړۍ د دفاع په لومړۍ کرښه کې قرار لري، د غزې مسلمانان يوازې د خپلې بقا او د خپل هيواد د آزادۍ لپاره جګړه نه کوي، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ مصلحتونه يې لومړيتوب دی.

پکار خو دا وه، چې اسلامي نړۍ له فلسطيني مظلوم ملت سره په دغې جګړې کې په زغرده  ولاړه وای، خو هغوی نه يوازې دغې جګړې کې خپل مسئولیت سرته ونه رساوه، بلکې ځينې خو يې د پړې ګوته هم حماس ته نيسي او په ډېره بې شرمۍ له اسرائیلو او لوېديځ سره تودې اړيکې پالي.

تاريخ به شاهد وي، چې یو لور ته  د غزې جګړه کې فلسطيني مسلمانانو د ټول اسلامي امت په استازيتوب څومره سرښندنې او شاهکارونه ثبت کړل؛ خو له بده مرغه بل لور ته نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي او عربي هيوادونه د غفلت په درانه خوب ويده وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button