اقتصاد

غزني کې ۳۵ صنعتي فابریکو په فعالیت پیل کړی

د غزني د صنعت او معدن خونې مسوولین وايي، په تېرو څو میاشتو کې ۳۵ نویو صنعتي فابریکو په فعالیت پيل کړی دی.

د غزني د صنعت او معدن خونې مسوولین وايي، په تېرو څو میاشتو کې ۳۵ نویو صنعتي فابریکو په فعالیت پيل کړی دی. د غزني د صنعت او معدن خونې رییس وايي، په دې ولایت کې د صنعتکارانو لویه ستونزه د صنعتي پارکونو نشتون دی. نوموړی وايي که یاده کشاله حل شي نور پانګوال به غزني ولایت کې پانګې اچونې ته زړه ښه کړي. بلخوا د یادو فابریکو مسوولین وايي، خوښ دي چې په دغه ولایت کې یې زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دوی زیاتوي که یې سرپرست حکومت ملاتړ وکړي خپلو تولیداتو ته به نوره هم پراختیا ورکړي. غزني چې د هېواد له صنعتي ولایتونو هم شمېرل کېږي، اوسمهال پکې شاوخوا ۱۰۰ مختلفې لویې او کوچنۍ فابریکې فعالیت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button