اقتصادهیواد

غزني کې څلور صنعتي ښارګوټي جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت غزني کې د څلورو لویو صنعتي ښارګوټو له جوړېدو خبر ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت غزني کې د څلورو لویو صنعتي ښارګوټو له جوړېدو خبر ورکوي.

دغه وزارت وایي، چې د غزني په سفنده، تلخک‌ دښت او پېرکه سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه څلور صنعتي ښارګوټي جوړیږي، چې په جوړیدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

دغه وزارت زیاتوي؛ چې د دغه ښارګوټو د ځمکو د وېش طرحه به د یاد وزارت له لوري جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه له منظورۍ وروسته به یې کارونه پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button