روغتیا

غزني کې د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړیږي

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د یاد روغتیایي مرکز د پرانیستلو پر مهال د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معنیت استازي ډاکټر شمس حکیمي وویل چې په یاد ولایت کې د نفوس شمېرنې نړیوال سازمان له لوري د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو معیاري روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې. هغه زیاته کړه، دغه روغتیایي مرکز به ۸ خوني ولري او په پاخه او اساسي توګه به جوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button