ټولنه او کلتور

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د غزني د مالستان ولسوالۍ داوسېدونکو له لوري په دغې ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته جوړه شوې ودانۍ پرانېستل شوه.

د غزني د مالستان ولسوالۍ داوسېدونکو له لوري په دغې ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته جوړه شوې ودانۍ پرانېستل شوه. دغه ښوونځي د مالستان ولسوالي په کمرک کلي کې جوړ شوي چې ټول لګښت يې د سيمې د اوسېدونکو له لوري ورکړ شوي دي. پر ياد ښوونځي درې نيم ميليونه افغانۍ لګښت راغلي چې ۱۲۰۰ نجونو او هلکانو ته په‌کې د زده‌کړو زمينه برابره شوې. د غزني د پوهنې رئيس سيدمير نصيراحمد حسيني د ياد ښوونځي د پرانېستلو پر مهال د سيمې له خلکو د ياد ښوونځي د جوړېدو له امله مننه وکړه. له دې وړاندې هم د ياد ولايت په مالستان، جاغوريو، اندړ او جغتو ولسواليو کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او لويې لارې رغولې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button