دینی لیکنې

غازي د سنګر، شهید د محراب او ممبر

حضرت عمر رضی الله عنه د خطاب زوی دی، لقب یې فاروق او کُنیه نوم یې ابو حفص دی؛ د نسب شجره یې په دې ډول ده: عمر بن خطاب، بن نفیل بن عبدالعزی، بن رباح، بن عبدالله بن قرط بن رزاح، بن عدي، بن کعب بن لوئ، بن فهر بن مالک؛ یعنې په اتم پشت کې یې شجره له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره یوځای کېږي. حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ولې په فاروق سره یادېږي؟ دا نو ځان ته یوه خوږه کیسه لري: یوه ورځ په مدینه منوره کې د یوه منافق او یوه یهودي ترمنخ شخړه راغله، دواړه رسول الله (ص) ته راغلل، نو هغه فیصله د یهودي په ګټه وکړه، چې پرېکړه هم د اللهي اصولو مطابق وه؛ خو منافق نبوي فیصله و نه منله او ویې ویل، راځه دا خبره حضرت عمر رضی الله عنه ته ور وړو. دواړه هغه ته ورغلل او د سیدالانبیاء علیه السلام فیصله یې ورته واوروله، نو سیدنا عمر بن خطاب رضی الله عنه کور ته ننوت، خپله توره یې را واېستله او د منافق سر یې ترې غوڅ کړ او ویې ویل: څوک چې د رسول الله (ص) پرېکړه نه مني، نو د هغه په هکله زما فیصله دا ده! نو له دې حقې پرېکړې وروسته د رسول الله (ص) له لوري د فاروق لقب ورکړل شو.

حضرت عمر رضی الله عنه د بعثت په ۶ کال ایمان راوړ، چې د ده د ایمان راوړلو پر مهال یې د خور او اوښي سرښندنه ،استقامت او ثبات جوتېږي او تر قیامته پورې به د هغو دواړو استقامت، د اسلام په لاره کې قرباني ورکول او راز ساتل یادېږي او پوه او ځیرک خلک به درس او عبرت ترې اخلي.

عمر رضی الله عنه لوستی انسان و، هغه د رسول الله (ص) د شهیدولو په نیت له کوره ووت، یو کس ورته وویل، چېرته ځي؟ ده ورته کړه: ځم او د محمد (ص) کیسه ورختموم، نو هغه ورته وویل: بنو هاشم به دې کله پرېږدي، ځه لاړ شه، ستا خور او اوښي هم ایمان راوړی، لومړی هغو ته ورشه،  نو دی هم لاړ، د خور دروازه یې ور ډبوله، هغوی ته یوه صحابي مبارک د قرآن کریم تلاوت کولو او دوی زده کاو، نو هغه صحابي یې په کور کې چېرته پټ کړ. دی چې ور ننوتلو، اوښی او خور یې ووهل او وینې یې پرې راماتې کړې، بیا کېناست، چې ګوري هلته د قرآن کریم د «طه» سورت آيتونه په څه شي لیکل شوي او تاخچه کې ایښی، چې هغه ته یې لاس ور اوږد کړ، نو خور یې ترې ایسار کړ او ورته ویې ویل، ته د دې جوګه نه یې چې په دې لاس ولګوې؛ ځکه ته غسل او اودس نه لرې، غسل او اودس وکړه او بیا په دې لاس ولګوه. هغه غسل وکړ او بیا یې هغه (د طه سورت) ولوست، چې خورا اغېز یې پرې وکړ،کلمه یې وویله او له هغو یې وپوښتل،چې رسول الله (ص) چېرته دی، نو دوی ورته وویل، هغه د صفا غونډۍ سره د ارقم بن ابو ارقم په کور کې له اصحابو کرامو (رض) سره دی. هو! عمر رضی الله عنه په منډه هلته لاړ، ولې اوس په بل نیت روان شو؛ ځکه قرآن کریم د ده په ژوند کې ژور بدلون راوستی و، اوس پر رسول الله (ص) ایمان راوړي او د هغه ملګرتیا کوي او ټولو کفارو ته په غېږ ورځي، هلته د ارقم بن ابو ارقم کور ته ورسېده، دروازه یې وټکوله، ویې ویل، عمر بن خطاب یم. رسول الله (ص)  ورته راپاڅېده، په اصحابو لږ وېره راغله؛ خو حمزه بن عبدالمطلب، چې څو ورځې وړاندې یې ایمان راوړی و، هغه د اصحابو ډار ختم کړ او ویې ویل: که عمر په ښه نیت راغلی وي، ډېره ښه ده او که نیت یې بد وي، نو چې په ځان پوهېږي، سر به یې په پښو کې پروت وي. ولې هغه په ښه نیت راغلی و، هغه د ایمان راوړلو او اسلام قبلولو په نیت راغلی و! هغه رسول الله (ص) ته وویل: اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمدا رسول الله. په دې سره موجودو صحابه کرامو  په لوړ اواز د «الله اکبر» غږ پورته کړ، چې په مسجد حرم کې هم خلکو واورېده، نو عمر (رض) وویل: یا رسول الله! آيا زموږ دین حق نه دی او موږ په حقه نه یو؟ هغه وویل: «ولې نه، دین مو حق دی او موږ د حق لارویان یو.» بیا ده وویل: راځئ چې مسجد حرام ته لاړ شو او هلته په ښکاره لمونځ وکړو. نو رسول الله ورسره ومنله او لاړل.

عمر (رض) وايي: چې شپه شوه، له ځان سره مې فکر وکړ، څوک دي،چې د اسلام ستر مخالفین دي؟ نو زه د خپل ماما کره لاړم او د ایمان راوړلو زېری مې پرې وکړ او هغه مې له قهر او غوسې وخوټولو. بیا د دې اُمت فرعون(ابو جهل)  ته ورغلم،  هغه ته مې دروازه ور وټکوله، چې راووت نو زما د اسلام راوړلو مې ورته وویل، هغه هم په ډېر قهر دروازه ځان پسې بنده کړه.

فاروق اعظم(رض) چې ایمان راووړ، نو د اسلام سپېڅلي دین د خدمت لپاره یې ملا وتړله او په دې لاره کې یې د هر ډول ستونزو مقابله وکړه او کړاوونه یې وګالل، له مکې مکرمې چې مدینې منورې ته د هجرت اجازه وشوه، ټول مسلمانان په پټه مهاجر شول، ولې عمر فاروق (رض) د بیت الله طواف وکړ، بیا یې وویل: زه مدینې منورې ته هجرت کوم، که هر څوک خپل اولاد یتیمول، ښځه کونډول او مور بورول غواړي؛ د دې غونډۍ شا ته دې راشي او ما دې له هجرت کولو ایسار کړي. هېچا دا جرئت و نه کړ، چې هغه ته تش ځواب ورکړي، مقابله خورا لا لرې خبره وه!

عمر فاروق (رض) له هجرته وروسته په ټولو غزاګانو کې له رسول الله (ص) سره ګډون کړی، په یوه غزا کې هم نه دی پاتې شوی او ښه توره یې هم په کې ځلولې ده. د قرآن کریم ډېر ایاتونه د ده د نظر او اند مطابق نازل شوي، لکه د شرابو حُرمت په اړه وروستی ایت؛ ده به ویل: یا الله یوه واضحه پرېکړه راولېږه. همدا شان مدینې ته له هجرت کولو وروسته به مسلمانې ښځې، چې اُمهات المؤمنین هم په کې وې، د رفع حاجت لپاره له کورونو وتلې، هغه مهال په مدینه کې یهود او منافقان هم موجود وو، چې دا د باندې تلل د ده نه خوښېدل، نو احکم الحاکمین رب جل جلاله د حجاب ایاتونه نازل کړل. همداشان نور ایاتونه هم د ده د فکر او فراست مطابق نازل شوي.

سیدنا عمر (رض) ته الله جل جلاله کلک ایمان او ښه علم وربښلی و، د بدر غزا د هجرت په دوهم کال پېښه شوه، فتح او بری د مؤمنانو په برخه شو، د مشرکانو اویا تنه مردار او اویا یې بندیان شول. د هغوی د خلاصون په اړه رسول اکرم (ص) له اصحابو کرامو سره مشوره وکړه، ابوبکر صدیق(رض) د فدیې اخیستلو وویل، اما حضرت عمر فاروق (رض) وویل: باید ټول بندیان ووژل شي او د کفر جرړې غوڅې شي. حضرت محمد مصطفی (ص) د ابوبکر صدیق(رض) رأیه خوښه کړه او له هغو یې فدیه واخيستله، نو د الله جل جلاله له خوا دا کړنه خوښه نه شوه او عتاب نازل شو. نو رسول اکرم (ص) وویل: که د الله جل جلاله عذاب راغلی وای، ټول به هلاک شوي وو، یوازې عمر فاروق(رض) به له عذابه نجات موندلی و. حضرت عمر (رض) په هر کار کې جدي و، نو ځکه خو ابلیس علیه اللعنه هم لاره ترې چپوله او په مخه نه ورتللو.

د اسلام ستر لارښود چې له نړۍ وکوچېده، نو په اصحابو کرامو یې خورا بد اغېز وکړ، حضرت عمر فاروق (رض) توره ووېستله او ویې ویل: که هر چا وویل: چې رسول الله(ص) وفات شوی، نو په دې توره به سر ترې پرې کړم. صدیق اکبر(رض)چې دا مهال له مدینې بهر و، هغه راغی، رسول الله (ص) ته ورغی او په مبارک تندی یې ښکل کړ، بیا نبوي جومات ته ننوت، منبر ته وخوت او دا ایت یې ولوست: «او محمد «صلی الله علیه وسلم» خو (بس) یو رسول دی، له هغه مخکې ډېر رسولان تېر شوي دي. ښه! که هغه وفات شي یا ووژل شي، نو آيا تاسو بېرته په پوندو ګرځئ؟ او څوک چې په پوندو ګرځي، هېڅکله الله جل جلاله ته څه زیان نه شي رسولی او څوک چې شکر وېستونکي بنده ګان دي، الله جل جلاله ثواب ورکوي». [ آل عمران:۱۴۴] د دې آيت په اورېدو سره د عمر(رض) حواس هم پرځای شول. هو! د حضرت محمد مصطفی (ص) له رحلته وروسته انصار د بنو ساعده په چوتره کې سره راغونډ شول، څو د مسلمانانو لپاره امیر وټاکي، نو هغې غونډې ته ابوبکر صدیق، عمر فاروق او ابو عبیده بن جراح (رضی الله عنهم) هم ورغلل، د مهاجرینو او انصارو ترمنځ خبرې وشوې، دلایل وویل شول، ابوبکر صديق وویل: ما له رسول اکرم (ص) څخه اورېدلي، چې ویل یې: مهاجرین به امیران او انصار به د هغو مرستیالان وي، نو اوس مو خوښه عمر فاروق (رض)  امیر کوئ، که ابو عبیده (رض)؟ نو عمر(رض)  ابوبکر صدیق(رض)  ته د بیعت لپاره لاس وروغځاو، بیا نورو موجودو اصحابو کرامو (رضی الله عنهم)؛ مهاجرینو او انصارو بیعت ورسره وکړ. وروسته په نبوي جومات کې صدیق اکبر (رض) وینا وکړه او عمومي بیعت ترسره شو.

عمر فاروق  (رض) له لومړي خلیفه سره د خلافت په چارو کې هر اړخیزه مرسته کوله، کله چې خلیفه د سوداګرۍ لپاره روانېږي، نو عمر (رض) ورته وايي، چېرته ځې؟ د رسول الله (ص) خلیفه ورته وايي: د تجارت لپاره ځم… نو دی ورته وايي: سوداګرۍ پسې مه ځه د مسلمانانو کارونه سمبالوه او له بیت الماله معاش اخله، نو هغه [صدیق رض]هم د فاروق[رض] خبره ومنله او له سوداګرۍ تېر شو. ابوبکر صدیق(رض) چې خلیفه شو، نو ځينو کسانو د زکات له ورکولو انکار وکړ، بعضې مرتد شول او یو شمېر کسانو د نبوت او پېغمبرۍ دعواوې وکړې، نو عمر (رض) او نور مسلمانان له خپل خلیفه سره د لویو غرونو په څېر ودرېدل او په دې مهال یې په شام او عراق کې فتوحاتو ته هم ادامه ورکړه.

هو! په یمامه کې مسیلمة الکذاب د نبوت دعوا کړې وه، د رسول الله (ص) خلیفه ابوبکر صدیق (رض) د هغه مقابلې ته لوی لښکر ورولېږه، چې له ډېرو مقابلو وروسته مسلمانانو براء ابن مالک (رض) د انس بن مالک (رض) ورور له دیواله د مسیلمة الکذاب کلا ته ور وغورځولو، هغه هلته روغ رمټ ورسېده، د کلا دروازه یې خلاصه کړه او د نبوي مدرسې پوځيان کلا ته ور ننوتل او د ډېرو مرتدانو په شمول مسیلمة الکذاب هم ووژل شو او دا فتنه ختمه شوه. په دې جګړه کې د ډېرو اصحابو کرامو (رض) په ګډون اویا تنه د قرآن کریم حافظان هم شهیدان شول، همداشان د رسول الله (ص) په ژوندانه کې د کافرانو د غدر له امله په بئرمعونه کې اویا نورو حافظانو د شهادت جام څښلی و، نو د دې [۱۴۰]حافظانو له شهادته پس عمر(رض) ابوبکر صدیق (رض) ته مشوره ورکړه، چې قرآن کریم راغونډ کړي؛ ځکه حافظان به دا شان له نړۍ درومي او هسې نه قرآن کریم له منخه لاړ شي. نو صدیق (رض) له ډېر فکر او سوچ نه وروسته د ده مشوره ومنله او د قرآن کریم د لیکلو لپاره یې د حضرت زید بن ثابت( رض) تر مشری لاندې یو هیئت وټاکه او قرآن کریم یې راغوند کړ.

عمر فاروق (رض) له  ابوبکر صدیق(رض) سره د اُمت په ټولو چارو کې مرسته کوله، کله چې د هغه د وفات ورځې رالنډې شوې، نو عمر(رض) یې د راتلونکي خلیفه په حیث وټاکه او مسلمانانو ته یې د هغه اعلان وکړ، ویې ویل چې: ما پر تاسو داسې شخص د امیر او خلیفه په توګه مقرر کړ، چې له هغه سره زما څه خپلوي نشته.

حضرت ابوبکر صدیق (رض) چې له نړۍ سترګې پټې کړې، عمر (رض) د اُمت د چارو واګې په لاس کې واخيستې او په ډېر اخلاص، صداقت او متانت سره یې د مسلمانانو خدمت وکړ،د ابو بکر صدیق (رض) فتوحاتو ته یې دوام ورکړ او داسې قوانین، اصول او اساسات یې وضع کړل چې اوس د نړۍ کفري هېوادونو هم هغه خپل کړي، ولې متأسفانه چې د اسلامۍ نړۍ ډارنو واکمنانو پرېښي او د کفارو له خېټو راوتلیو (ایزمونو) ته یې مخه کړې ده؛ ځکه خو هم ډېر اسلامي هېوادونو ته د ځمکې او اسمان افتونو او مصیبتونو مخ راړولی!

حضرت عمر فاروق (رض) به د شپې د مسلمانانو د احوال معلومولو لپاره په کوڅو کې ګرځېده، هر ماشوم به چې پيدا شو، هغه ته به یې معاش ټاکلو، بازار به یې څاره، تر څو بیې او قیمتونه کنټرول کړي، والیان او د جهاد قوماندان به یې د اهلیت پر اساس ټاکل او امتیازات یې هغه چا ته ورکول، چې اسلام یې مخکې منلی و، د اسلام لپاره یې ډېر خدمت کړی و او همداشان په رسول الله ګران و. یعنې مسؤلیت د اهلیت پر اساس او امتیاز ورکول په اسلام کې د سبقت، خدمت او د رسول الله (ص) لخوا د ګرانښت په بنسټ و.

د عمر فاروق(رض) پر مهال شام، مصر، فلسطین او نور ډېر ځایونه فتح شول او له بیت المقدسه د یهودو او نصاراو ټغر ټول شو. همداشان د فارس لور ته خورا زیات فتوحات شول او د مجوسي سترواکۍ بنیادونه یې له بیخه ونړېدل او هلته د اسلام څراغ بل او د قرآن کریم او نبوي حدیثو قوانین پلي او عملي شول او د طاغوت او د طاغوتیانو قوانین له منځه لاړل؛ خو د رومیانو او فارسیانو کینې او حسدونه د هغوی په سینو کې پاتې شول، چې تل به یې د دوی سینې ځوښولې.

هو! د مغیره بن شعبه  (رض) غلام ابولولو مجوسي د سنګر غازي، د محراب او ممبر داعي د ۲۳هـ ق د ذوالحجې په ۲۶مه د چهارشنبې په ورځ د سهار په لمانځه کې په توره وواهه،خورا سخت یې ټپي کړ، مسلمانانو چې د مجوسي د رانیولو هڅه وکړه، نو څه د پاسه لس کسه یې نور هم په توره ووهل او بیا یې په خپله توره ځان وواژه. د مجوسو اولاده اوس هم له دوهم راشد خلیفه عمر[رض] سره دښمني پالي او بد رد پسې وايي، عمر رضی الله عنه چې شهیدېده، عمر یې ۶۳ کاله و. لس کاله او شپږ میاشتې د مسلمانانو خلیفه و، خپل زوی عبدالله (رض) یې ام المؤمنین عایشې (رضی الله عنها)  ته ور ولېږه، چې له خپلو دوو ملګرو سره یوځای د دفن کېدو اجازه ترې وغواړي او هغه ته یې وویل، ام المؤمنین ته داسې مه وایه، چې امیرالمؤمنین اجازه غواړي، بلکې ورته ووایه چې عمر بن خطاب  (رض) داسې هیله لري! هغې اجازه ورکړه، چې بېرته ابن عمر رضی الله عنه راغی او زېری یې ورکړ، نو زښت زیات خوښ شو.امیرالمؤمنین په ژوند شپږ کسیزه شورا جوړه کړه، څو هغوی د مسلمانانو لپاره خلیفه وټاکي، چې هغوی خپل مسؤلیت اداء او خلیفه یې تعین کړ. امیرالمؤمنین د ۲۴ هـ ق کال د محرم په (؟؟؟؟) نېټه د یکشنبې په ورځ وفات شو، د جنازې لمونځ یې صهیب رومي اداء کړ او له سید المرسلین (ص) او صدیق اکبر (رض) سره په روضه مطهره کې خاورو ته وسپارل شو.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button