
علم الفریضه کوم علم ته وایي؟
امام محمد غزالي (رحمة الله علیه) په کیمیای سعادت کې هغه حدیث شریف ته څومره ښه تفسیر ورکړی چې حضرت محمد (صل الله علیه و آله و سلم) فرمایلي: ((طلب العلم فریضةٌ علی کل مسلمٍ و مسلمةٍ)) ژباړه: حاصلول د علم فریضه ده پر هر مسلمان او هرې مسلمانې.
خو دلته پوښتنه دا پیدا کیږي؛ چې (علم الفریضه) نو کوم علم دی؟ همدغې پوښتنې ته امام غزالي صاحب داسې تفصیلي ځواب ویلی : په دغه علم کې د علماؤ تر منځ اختلاف دی او هغه داسې؛ متکلمین وایي چې دا (علم الکلام) دی؛ ځکه چې معرفت د حق تعالی په علم کلام سره حاصلیږي.
فقهاء بیا وایي چې نه دا (علم الفقه) دی؛ ځکه چې حلال او حرام د فقهې په واسطه پېژندل کیږي.
محدثین کرام وایي: دا (علم الکتاب والسنة) دی؛ ځکه چې اصل د شرعي علومو همدغه دوه دي.
صوفیان بیا وایي چې نه! دا (علم تصوف) دی؛ ځکه چې الله پاک ته د بنده لاره د هغه له زړه څخه پیلیږي.
ګواکي هر چا د خپل علم تعظیم کړی او خپل مسیر (علم الفریضه) ګڼي؛ مګر موږ بیا بل ډول تعریف لرو او هغه داسې : موږ به د زمان او مکان مطابق تحلیل کوو او هر علم به پر خپل ځای فرض، یا واجب ګڼو.
د بېلګې په توګه: که یو کافر د څاښت پر مهال مسلمان شي او یا نابالغ کس بالغ شي نو په دغه وخت کې پر ده یوازې د (لااله الاالله محمد رسول الله) پر مانا پوهېدل او بیا پر هغې د زړه تصدیق فرض دی، نه نور علوم.
لاندې فرمایي چې: که یو کس د څاښت پر مهال مسلمان او بیا د کلیمې پر مانا پوه شو، نو پر ده د ماسپښین د لمانځه فرضیات فرض دي چې زده یې کړي، ورپسې په خپل خپل وخت مازدیګر، ماښام، ماسخوتن او سهار.
تفسیر ته ادامه ورکوي او فرمایي: کله چې یو څوک مالک د نصاب شي، نو پر هغه دغه وخت فقط د زکات ادا کولو شرائط او ارکان فرض ګرځي، نه نور علوم.
چې حج ته اراده وکړي، نو بیا د حج د شرائطو او ارکانو زده کول پرې واجبیږي.
چې کله د رمضان میاشت را ورسیږي نو د رمضان اړوند موضوعات ورباندې فرضیږي.
لاندې بیا له علم ادیان څخه علم الابدان ته وتلی او هلته هم همدغه حدیث شریف تطبیقوي! د طبیب لپاره طبابت فرض ګڼي، د تاجر لپاره د تجارت اصول او د کاسب لپاره د صنعت شرائط او اصول فریضه بولي ؛ بیا د امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق هغه دُرّې هم استدلال ګرځوي چې د راکړې ورکړې په شرعي اصولو ناخبرو تاجرانو ته به یې تحذیراً ورکولې او هغوی به یې لومړی د تجارت د علم زده کولو ته اړباسل، بیا به یې په بازارونو کې د کار بار اجازه ورکوله.
دغه ستر نابغه (رح) دومره غرق تللی چې ان د غاښونو پر ډاکټر یې هم د غاښونو علم واجب بللی او پر حجام د حجامت او بیا یې فرمایلي چې: پر دوی فقط خپل خپل علوم واجب دي، نه دا چې یو د بل علوم به خامخا زده کوي.
تصوف ته هم ورغلی او هلته یې فقط دومره علم فرض عین ګڼلی چې زړۀ باید له کینې، حسد او کبر څخه خالي وي او علاج یې هم فرض عین ګڼلی دی.
علم البیع، رهن، سلم او اجاره یې کفایي بللي ،فقط پر هغوی یې واجب ګڼلی چې نېغ په معاملاتو کې مشغول (یانې تاجر یا دوکاندار) وي.
د اعتقاد په برخه کې یې فقط د شک في الذات والصفات لیرې کولو کې علم العقائد فرض عین ګڼلی.
خلاصه دا چې امام غزالي (رحمة الله علیه) هر هغه علم فرض ګڼي چې انسان یې عمل ته حاجت لري! یانې دی وایي چې؛ هر څوک که په هر فن کې کار کوي، پر هغه د همغه فن علم فرض دی خو پدې شرط! چې فنون د شریعت په چوکاټ کې وي، نه بهر! ګواکي په حرامو صنعتونو او فنونو کې فرضیت نشته.
یادښت: امام غزالي (رحمة الله علیه) هغه خلک غرق کړي چې دنیاوي علوم مباح ګڼي او الحمدلله زما د هغې مقالې هم ښه تصدیق وشو چې عنوان یې ؤ((څوک وایي چې دنیاوي علم مباح دی؟)) زما د دې مقالې له چاپېدلو میاشت وروسته د کانونو او صنایعو وزیر (شیخ صاحب شهاب الدین دلاور) هم دنیاوي علوم لازمي وګنل او د اباحت له تعصبي محدودې څخه یې پاک
وایستل.
امین وردګ