
علمي پېشرفت؛ د اسلامي تمدن ورکه ملغلره
نړۍ کې چې څومره علوم او فنون وجود لري واقعیت کې په درېيو برخو وېشل کېږي. اوله برخه علوم او فنون حقیقي علوم دي چې د وحې په نتیجه کې راپیدا کېږي. دوهمه برخه هغه علوم دي چې د تحقیق او علمي بحث په نتیجه کې رامنځ ته کېږي. دریمه هغه برخه علوم دي چې د اولې او دوهمې برخې د علومو له راجمع کولو، ترتیب او بیا په یو منظم شکل د خلکو مخ ته له وړاندې کولو راپیدا کېږي. اوله برخه علوم واقعي او حقیقي علوم نوموو. دوهمه او دریمه برخه هغه علوم دي چې د ژوند چارو، پدیدو د تشریح او بشري مشکلاتو د حل لپاره یې پوهان ترتیبوي او بیا یې خلک د هماغه ترتیب په اساس د پدیدو او مسائلو تحلیل او بررسي لپاره استفاده کوي او یا یې د عمل جوګه ګڼي.
د نړۍ په مخ چې څومره آیډیالوژۍ، افکار، فلسفې او د ژوند تېرولو لارې چارې د الهي وحې او یا د پوهانو لخوا ترتیب شوي د یو تمدن غوښنه بلل کېږي.
د تاریخ په پاڼو کې یو وخت داسې تېر شوی چې دغه برخو کې د یونان د اېتن علماؤ کار کاوه. دوی د یو تمدن بنیاد کېښود او په علومو کې یې د نقد او تحقیق نوې لارې پرانیستې. د دوی د علمي کار برکت ؤ چې غرب په یو نوي علمي انقلاب بدل شو. د اسلام له راتګ سره په اسلامي نړۍ خدای دا فضل وکړ چې له فلسفو او انساني افکارو پورته یې د وحې په وسیله دوی ته د ژوند چارې وښودلې. اسلام د ژوند تېرولو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو او بشري پرمختګ ته د یو نوي مېکانېزم بنیاد کېښود. دوی ته متون پرېښودل او د جزیاتو په پلټلو یې وګمارل. دا بنیاد د وخت په تېرېدو سره غني شو او تر څو چې په ددغه برخه کې د تحقیق او زده کړې چارې روانې وې، د مسلمانانو تمدن له ورځې بلې د عروج آسمان څکې لوړې لمسولې.
د اسلام راتګ سره زموږ مبارک دین انسانانو ته د هغه اولې برخې ټول اصول د پیغمبر اسلام صلی الله علیه وسلم په رسالت توضیح کړل. مسلمانانو ته یې د همدې علومو د راټولولو او د دې په رڼا کې د نوو راپیدا کېدونکو پدیدو په باب د ترتیب مسؤلیت پرېښوده. همدې کار ته په دیني ادبیاتو کې اجتهاد او په عصري ادبیاتو کې تحقیق یا څېړنه وویل شوه.
د دې تحقیق او علومو برکت ؤ چې د مسلمانانو ټولواکي یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوله. دا هغه وخت ؤ چې د فرانسې عیسویانو به د اندلس په ښار کې له مسلمانو پوهانو علوم او فنون زده کول. د امین او مامون په وخت کې د وخت سلطانانو په بغداد کې دار الترجمه جوړه کړه او مسلمانانو ته یې امر وکړ چې د سنسکرت، یونان او نورو پخوانیو فلسفو ټول کتابونه عربي ته وژباړي. د بغداد د دارالترجمې کمال ؤ چې مسلمانانو په هغه وخت کې لوی علماؤ پیدا کړل. هلته مسلمانو علماؤ د اېتن او سنسکرت فلسفې ولوستلې او هغه یې د اسلام د اصولو په رڼا کې د وخت په استدلال رد کړې. دا هغه وخت ؤ چې مسلمانانو د نړۍ واګې په لاس کې درلودلې او د نړۍ د برلاسي تمدن رهبري یې کوله.
علم او تحقیق د یو تمدن په پېشرفت او د نړۍ په رهبرۍ کې داسې مثال لري لکه د یو چلونکی چې په بس کې ناستو سپرو ته مسیر ورکوي. تر هغه ورځې چې د اجتهاد او تحقیق کار جاري ؤ، د اسلامي تمدن پیشرفت ورځ تر بلې نړۍ ته نوي ارمغانونه راوړل. مشکل هغه وخت را ولاړ شو چې کله د عثمانیانو په وخت کې د عثماني سلطنت ځینې ځان غوښتونکو او د قدرت په نشه اخته سلطانانو علوم، تحقیق او پیشرفت د خپلې امپراطورۍ د زوال په مانا وباله. مسلمانانو په لومړي ځل د عثماني سلطنت په وخت کې پرېنټر یا د چاپ ماشین جوړ کړ. دا داسې پېشرفت ؤ چې د نړۍ یوې برخې یې هم مثال نه دلود. د چاپ د دغه ماشین بنیادي تأثیر به دا ؤ چې اسلامي فلسفه او د اسلامي نړۍ د لویو علماؤ علمي پانګه د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېږي او د دغې تمدن په پراختیا کې رول ولوبوي خو د عثماني سلطنت د هغه وخت مشرانو په لنډ فکر د چاپ ماشین عثماني امپراطورۍ ته ننګونه وه. د دوی په فکر ښايي آینده کې دې ته لاره خلاصه شوای وای چې خلک د سلطنت پر وړاندې لیکل نشر کړي او د د قدرت په کدۍ ناست مشران وننګوي.
دا هغه فکر ؤ چې عثماني امپراطوري او د مسلمانانو یو تاریخي حکومتولۍ کې یې د جمود څپې رامنځ ته کړې. همدا جمود بیا وروسته په انحطاط بدل شو او په عکس العملي ډول په داسې شکل له منځه ولاړه چې تر نن ورځې یې رغول نا ممکن برېښي.
دا یو طبعي سنت دی چې د علمي تحقیقاتو نه شتون جمود او جمود انحطاط ته لاره پرانېزي. د انحطاط لوی خطر دا دی چې عام خلک د پرزول شوي او مغلوب فکر خبره نه اوري او په همدې شکل یو برلاسی تمدن د عروج پر ځای د زوال الدرک الأسفل ته لوېږي. د اهمیت له بحث که تېر شو، اسلامي نړۍ دا مهال له هر څه مخکې علمي او تحقیقي پېشرفت ته اړتیا لري. دا تحقیق د طبعي، انساني او دیني علومو تر څنګ د بل هر هغه علم په اړه مهم دی چې د اوسني انسان ژوند ورسره تړل شوی دی. دا چې غرب نن د نړۍ په ګوټ ګوټ حکومت کوي اصلي لامل یې په علمي مجال کې د دوی بېساری پرمختګ دی. د همدې ننني غرب کمال دا ؤ چې له نن څخه ۴۰۰ کاله مخکې یې د اېتن او مسلمانو علماؤ فلسفې یې راواخيستلې او خپل تحقیق یې پرې پیل کړ. دا هو بهو هغه کار ؤ چې یو وخت د عروج په بام ناستو مسلمانانو د دمشق، بغداد او اندلس په کتابخانو او لابراتوارونو کې کړی ؤ.
دا چې نن بیا د مسلمانانو د عروج لمر راختونکی دی زموږ لومړی وظیفه دا ده چې باید د علم او تحقیق په میدان کې پېشرفت او پرمختګ ته سینه پراخه کړو. دې کې هېڅ شک نشته چې موږ نشو کولای په اوسنی عصر کې د غرب له تمدن څخه په کاپي کولو دغه لویه تجربه تر سره کړو. دا به هغه وخت کېږي چې مسلمان علماؤ د یو میکانزم له مخې د اسلامي تمدن د بیا احیاء او داسلامي ویښتابې د بیا ځلولو په پار د غربي تمدن کړی کار راواخلي او په نوې بڼه یې تحقیق اړ تعلیم ته لاره برابراه کړي.
که مسلمان علماء او حکمرانان اسلام د یو تمدن او د ژوند تېرولو د اصل په حیث پېژني او غواړي چې مسلمانان بیا هغه تېر برم ته ستانه شي چې د تحقیق او تعلیم په برخه کې جمود زموږ له غېږې بېل کړی، زه فکر کوم په لاندې ترتیب کار ته اړتیا لیدل کېږي؛
۱- دا چې غربي تمدن د علومو د ترتیب په یوه فلسفه ولاړ دی، له ټولو لومړی کار ښايي دا اوسي چې دغه فلسفه او د ژوند طریقه په علمي استدلال رد شي. په دې برخه کې د عربي او هندي نیمې وچې ډېرو علماؤ کار کړی. اوس اړتیا لیدل کېږي چې دغه کار لا غني شي او د غرب هغه فلسفي بنیاد وننګول شي کوم چې د نړۍ د اوسنیو مشکلاتو زېږنده ده.
۲- په دوهمه برخه کې دې ته اړتیا ده چې د اسلامي نړۍ مفکرین او د پوهې خاوندان د اسلام د مبین دین په رڼا کې د علومو نوې فلسفه وړاندې کړي. دې برخه کې د شمالي افریقا، عربي نړۍ او هندي نیمې وچې لویو علماؤ کار کړی خو د دې اړتیا لیدل کېږي چې دغه علوم بیا له سره مطالعه شي او په نوې بڼه د بشریت د ټولو مشکلاتو حل لپاره وړاندې شي.
۳- دریمه برخه د همدې علومو او فنونو نصاب جوړول دي. اسلامي حکومت دا مسؤلیت لري چې د اسلام په رڼا کې پوښل شوي علوم د نصاب برخه وګرځوي او نوي نسل ته د تحقیق او تعلیم زمینه برابره کړي تر څو دوی د راروان قشر مشکلاتو ته د حل لارې پیدا کولو توان او د اسلامي تمدن د پېشرفت او پرمختګ په برخه کې خپله ونډه ولري.
دغه درې برخې کار ښايي په کرښو کې ډېر لنډ ښکاره شي خو په عمل کې د پیړیو کار دی. د وخت د مسلمانو او مخلصو مشرانو مسؤلیت دا دی جې دغې لوی کار ته بنیاد کېږدي.
عبدالحی قانت