مقالې او تبصرې

علمي نقد او اصول یې!

له ډېر پخوا مې زړه او نیت و، چې د نقد، انتِقاد او نِقاد په اړه یو څه ولیکم ، ځکه موږ ډېر وخت له موضوع سره سیاسي،عُقده يي او شخصي برخورد کوو ، ډېر وخت نقد د شخصیت وژنې په خاطر کوو ، یا یې د شخصي عقدې سړونې په خاطر کوو ، چې دا ټول د نقد ډېر بد ډولونه دي.

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دا ټول ډولونه عام شوي ، ځکه موږ د نقد په اصولو او سبک نه پوهېږو ، یا په نورمال حالت کې نقد نه کوو، کله چې غوسه شو، یا کله چې له یو چا خپه شو، یا کله چې د چا پرمختګ او ښه شخصیت موږ خواشیني کړي، یا یې شتون نشو زغملی، بیا نو د نقد سور قلم داسې پسې راواخلو چې هر څه یې کراس کوو، په یوه سترګه مو لاس ایښی وي، فقط هغه سترګه مو خلاصه کړې وي، چې بد پرې وینو، مانا منفي ګرایي کوو، نِقاد ته خو دا هم په کار ده چې لیکوال یا د هر کار کوونکې مثبتې نقطې هم بیان کړي، بیا که په موضوع نقد کوي، موږ ویلی شو ، چې له انصاف څخه یې کار اخیستی دی .

نِقادي او انتقاد قبلونه په اسلامي ټولنه او یا په هره ټولنه کې د ځانګړې اهمیت لرونکې ده، سم انتقاد د پیاوړو او کمزورو نقطو پېژندلو سبب کېږي، او له دې لارې د چارو اصلاح ، سمون او رغون رامنځته کېږي.

د دې لپآره چې د نقد اساسي موخه د ټولنې اصلاح ده ، نو د اسلام مبارک دین هم په دې کار تاکید کوي او وایي ، چې له تدبُر او فکر څخه کار واخلئ او د موضوع اړوند دقیقه څېړنه وکړئ.

همدارنګه الله ج فرمایي ژباړه: اې مومنانو تاسو ولې هغه څه وایاست چې کوئ یې نه «سورت الصف-۲»!

دلته یې د کردار او ګفتار ترمنځ د موافقت نشتون نقد کړی او رب تعالی فرمایي چې تاسو ولې داسې څه وایاست چې تر سره کوئ یې نه؟

انسان د اماره نفس په لرلو سره همېشه د نفس د سیورې لاندې دی او په خطا کې واقع دی ، ځکه رب تعالی هم فرمایي ، چې ما انسان ضعیف پیدا کړی،مګر د دې خبرې مانا دا ندی چې انسان بېخي ضعیف دی او هیڅ سم کار نشي تر سره کولی، انسان ته رب تعالی ډېرې وړتیاوې ورکړې دي، مانا یې دا ده چې انسان باید خپله کمزوري او اشتباه ومني او داسې باید و نه وایي ، چې زه سل سلنه سم یم او زما هر څه صحیح دي، زما په اند د نقد اړوند ځینې اصول او قواعد که وضع شي ، ډېر به ښه وي، تر دې دمه ما په دې اړوند ځینې ځانګړی او جامع اثر نه دی پیدا کړی.

له ځینو مقالو او شخصي تجربې په ګټې مې لاندې موارد ذکر کړي دي:

ښه ده چې لومړی نقد وپېژنو ، نقد په لغت کې نظر ورکولو ، د یو شي پېژندلو، ارزیابي او یا د ښو او بدو تر منځ تفکیک ته وایي، چې تشریحي مفهوم یې ممکن داسې ، چې د یو شي، یا کار ښه او بد اړخ څرګند کړي.

اصول یې:

۱-د نقد څرنګوالی: د نقد څرنګوالی باید مالوم وي، چې ایا اصلاحي دی او که تخریبي، چې دا په لویه کې موږ د نِقاد له تېرو کړو وړو او شخصیت څخه په نسبي ډول مالومولی شو.

۲-نقد باید په ډېر ښه انداز او علمي ژبه وشي:

نقد سره له دې چې ډېرې ګټې لري، مګر که په غیر علمي انداز کې وشي او یا الفاظ تریخ وي، نو د ګټې په ځای به مو تاوان ډېر کړی وي، علمي نقد کارکوونکی خپلو تېروتنو ته متوجه کوي، ځکه حضرت عمر (رض) هم فرمایي ،چې هغوی ته د خدای تعالی جنتونه ورکړي، څوک چې زموږ عیبونه را په ګوته کوي. او د زیاترو خلفاوو کړنلاره او خوښه هم همدا وه ، دوی ناصح خوښول.

۳-نقد باید له بغض څخه خالي وي

باید ډېر په ادب او اخلاص سره وشي او نقد کوونکی باید د خپل بغض او شخصي خصومت له مخې نقد و نه کړي.

۴-نقد باید په شخصي ډول د برېښنالیک یا نورو لارو څخه شریک شي :

نقاد باید کلي خبر نه کړي، باید د یوه منظم چینل له لارې موضوع داسې شریکه کړي، چې هم اصلاح راشي ، هم ستونزه داسې حل شي، چې د کار تر سره کوونکی د کمتري احساس و نه کړي.

په دې اړوند د خپل ژوند یوه خاطره هم درسره شریکوم، زما یو درسي کتاب د هېواد په یو پوهنتون کې د علمي کادر یوه غړي(!؟) تدریسول، یو بحث ما د Purchesing Power یا د خرید د توان اړوند کړی وو، چې د په کمپیوتر کې یې یو Space زیات اخیستی و او د خرید قدرت جمله داسې لیکل شوې وه( د خری د قدرت) نو صاحبه ! خپل ټول د زړه زور یې پکې اوبه کړ او منفی مسائیل یې مطرح کړل، ځکه موخه رغون او سمون نه و ،نقد یې د نفس په بنا کړی و .زما هدف دا دی چې په اقتصادي بحثونو البته په اقتصادي سیاستونو کې د داسې حیوان نوم اخیستلو ته له سره اړتیا نه وه او بله خبره دا چې موږ یادونه کړې ، چې د انسان هره کړنه ضعیفه او نیمګړې ده ، لطفاً د غلطې لیدنې پروخت یې په یاد شوي برېښنالیک راسره شریک کړئ.هسې یوه عمومي خبره وه .

۵-نقد کوونکی باید په اړونده برخه کې پوره حاکمیت ولري

له بده مرغه دلته ډېر نقد کوونکي حتی د نورو مسلکونو وي، ځینو خو یې هیڅ تحصیل نه وی کړی ،مانا داچې د اقتصاد مسلکي که په اقتصادي پالیسیو نقد کوي، حق یې لري، ځکه د نوموړې تخصصي رشته ده ، مګر اوس دلته د بل مسلک والا نقد کاملا بې انصافي ده ، که ووایو چې د نوموړې مسلک کار پوه یې حق لري او هغه هم باید پوره حاکمیت په یاده موضوع ولري.

۶-نقد کوونکی باید پراخه حوصله ولري،

مانا دا چې په نقد کې به تلوار نه کوي، داسې نه چې یوه موضوع یې وکتله ، او پرته له تحلیل او تجزیې څخه د نقد قلم پسې راواخلي.

۷-د نِقاد نقد باید اهمیت لرونکی وي:

مانا که یې نقد ګټه نه درلوده ، یا یې په علمي ډګر کې موثریت نه وو، باید ترې تېر شي.

مثلاً یو لیکوال ډېر مهم کتاب لیکلی، نقاد راجګېږي، فونټ ، رنګونه او ځینې نورې جزوي برخې یې ننګوي ، چې دا کار د دومره زیات اهمیت لرونکی نه دی ، یا د یوې کمپنۍ تولید شوي موټر ته نقاد ورځي او وایي ، چې باید پترول وای، یا باید ډیزلي وای، یا یې باید د څلورو په ځای شپږ ټایره درلو دی .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button