مقالې او تبصرې

علمي نقد او اصول يې!

له ډېرې پخوا مې زړه و، چې د نقد، انتقاد او نقاد په اړه يو څه وليکم ، ځکه موږ ډېر وخت له موضوع سره سياسي او شخصي برخورد کوو ، ډېر وخت نقد د شخصيت وژنې په خاطر کوو ،يا يې ډېر وخت د شخصي عقدې د سړونې په خاطر کوو ، چې دا ټول د نقد خراب ډولونه دي او له بده مرغه زموږ په ټولنه کې يې دا ټول ډولونه عام شوې دي، دا ځکه چې موږ د نقد په اصولو نه پوهېږو ، يا په نارمل حالت کې نقد نه کوو، کله چې غوسه شو، يا کله چې له يو چا خپه شو، يا کله چې د چا پرمختګ او ښه شخصيت موږ خواشيني کړي،

له ډېرې پخوا مې زړه و، چې د نقد، انتقاد او نقاد په اړه يو څه وليکم ، ځکه موږ ډېر وخت له موضوع سره سياسي او شخصي برخورد کوو ، ډېر وخت نقد د شخصيت وژنې په خاطر کوو ،يا يې ډېر وخت د شخصي عقدې د سړونې په خاطر کوو ، چې دا ټول د نقد خراب ډولونه دي او له بده مرغه زموږ په ټولنه کې يې دا ټول ډولونه عام شوې دي، دا ځکه چې موږ د نقد په اصولو نه پوهېږو ، يا په نارمل حالت کې نقد نه کوو، کله چې غوسه شو، يا کله چې له يو چا خپه شو، يا کله چې د چا پرمختګ او ښه شخصيت موږ خواشيني کړي، بيا نو د نقد سور قلم داسې پسې راواخلو چې هر څه يې کراس کوو، په يوه سترګه مو لاس ايښي وي، فقط هغه سترګه مو خلاصه کړې وي، چې بد پرې وينو ، مانا منفي ګرايي کوو، نقاد ته خو دا هم په کار ده چې ليکوال يا د هر کار کوونکې مثبتې نقطې هم بيان کړي، بيا که په موضوع نقد کوي، موږ ويلي شو ، چې له انصاف څخه يې کار اخيستي دي .

نقادي او انتقاد قبلونه په اسلامي ټولنه او يا په هره ټولنه کې د ځانګړي اهميت لرونکې ده، سم انتقاد د پياوړو او ضعيفو نقطو پېژندلو سبب کېږي او له دې لارې د چارو اصلاح ، سمون او رغون رامنځته کېږي، د دې لپاره چې د نقد اساسي موخه د جامعې اصلاح ده ، نو د اسلام مبارک دين هم په دې کار تاکيد کوي او وايي ، چې له تدبر او فکر څخه کار واخلئ او د موضوع اړوند دقيقه څېړنه وکړئ.همدارنګه په پاک کلام کې فرمايي : ژباړه : اې مؤمنانو! تاسو ولې هغه واياست چې کوئ يې نه، دلته يې د کردار او ګفتار تر منځ د موافقت نشتون نقد کړ او رب تعالي وفرمايل چې تاسو ولې داسې کوئ؟

انسان د اماره نفس په لرلو سره همېشه د نفس د سيورې لاندې دي او په خطا کې واقع دي ، ځکه رب تعالي هم فرمايي ، چې ما انسان ضعيف پيدا کړي، د دې خبرې مانا دا نده چې انسان بېخي ضعيف دي ، انسان ته رب تعالي ډېرې وړتياوې ورکړې دي، مانا يې داده چې انسان بايد خپله کمزوري او تېروتنه ومني او داسې بايد و نه وايي ، چې زه سل سلنه په سمه يم او زما هر څه صحيح دي، زما په اند د نقد اړوند ځينې اصول او قواعد که وضع شي ، ډېر به ښه وي، تر دې دمه ما په دې اړوند ځينې خاص او جامع اثر نه دي پيدا کړي .

ښه ده چې لومړي نقد وپېژنو ، نقد عربي کليمه ده ، په لغت کې نظر ورکولو ، د يو شي پېژندلو او يا ارزيابي او يا د ښو او بدو تفکيک ته وايي چې تشريحي مفهوم ممکن داسې هم وي، چې د دې شي، يا کار ښه او بد اړخ څرګند کړي

نقد د ټولنې د بشپړتيا يو اساسي او کليدي فکټور دي ،ځکه انسان نيمګړي دي او خپلو تيروتنو ته څومره چې له بلې زاويې متوجه کيږي ، په ورته حالت کې بهترين سمون رامنځته کېږي.، د يو شخص يا سازمان پرمختګ د هغه د سواټ(SWOT ) په تحليل کې نغښتي دي، چې بايد خپلې پياوړې ،کمزوري نقطې او همدارنګه خنډونه او راتلونکې فرصتونه بايد وارزوي.

د نقد ځينې ځانګړنې

  • د نقد څرنګوالي: د نقد څرنګوالي بايد مالوم وي، چې ايا اصلاحي دي او که تخريبي، چې دا په لويه کې موږ د نقاد له تېرو کړو وړو او شخصيت څخه په نسبي ډول مالومولي شو.
  • نقد بايد په ډېر ښه انداز، حکمت او علمي ژبه وشي:

نقد سره له دې چې ډېرې ګټې لري، مګر که په غير علمي ډول وشي او يا الفاظ تريخ وي، نو د ګټې په ځاي به مو تاوان کړي وي، علمي نقد کارکوونکي خپلو تېروتنو ته متوجه کوي، الله تعالي هم په دې تړاو په خپل پاک کلام کې فرمايي چې:

ژباړه: [اې پېغمبره (ص)]، د خپل رب د لاري په لوري په حكمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه او له خلكو سره په داسي ډول مباحثه وکړه چي ډېره غوره وي. ستا پروردګار ډېر ښه پوهيږي چي څوك د هغه له لاري څخه اوښتى دى او څوك پر سمه لاره برابر دي .

همدارنګه حضرت عمر (رض) هم فرمايي ،چې هغوي ته د خداي تعالي جنتونه ورکړي، يا په هغوي دې الله تعالي رحم وکړي، څوک چې زموږ عيبونه را په ګوته کوي. او د زياترو خلفاوو کړنلاره او خوښه هم همدا وه ، دوي ناصح خوښول.

  • نقد بايد له بغض او حسد څخه خالي وي

بايد ډېر په ادب او اخلاص سره وشي او نقد کوونکي بايد د خپل بغض او شخصي خصومت له مخې نقد و نه کړي.،

  • نقد بايد په شخصي ډول د برېښناليک يا نورو لارو څخه په محرم ډول شريک شي :

نقاد بايد کلي خبر نه کړي، بايد د يوه منظم چينل له لارې موضوع داسې شريکه کړي، چې هم اصلاح راشي ، هم ستونزه داسې حل شي، چې د کار تر سره کوونکي د کمتري احساس و نه کړي.

  • د نقد موخه بايد خير خواهي او اصلاح وي:

نقد بايد د اصلاح او خير خواهي په موخه وشي، په دې صورت کې به يې پايله هم مثبته ،مؤثره او مثمره وي.

  • نقد بايد له ځانه شروع کړو:

انسان بايد لومړي د ځان ناقد وي ،دا چاره دوه ګټې کوي، يوه دا چې په نورو باندې له بې ځايه نقد او له بې ځايه غروره مو ژغوري او دې ته مو ور پام کوي ، چې که نور خلک ستونزې لري، نو موږ هم له ستونزو مبرأ او خالي نه يو .

  • نقد کوونکي بايد په اړونده برخه کې پوره حاکميت ولري

له بده مرغه دلته ډېر نقد کوونکي حتي د نورو مسلکونو وي، ځينو خو هيڅ په هغې مشخصه برخه کې زده کړې نه وي کړي، مثلا يوه موضوع ده، که د هغې اړوند مسلکي شخص کوم چې کلونه يې په دې برخه کې زده کړې او علمي څېړنې کړي دي، که نقد وکړي ، البته د حل لاره يې هم وښيي، ستونزه نشته ځکه د نوموړي تخصصي رشته ده ، مګر اوس دلته د بل ناخبره کس نقد کاملاً بې انصافي ده ، که ووايو چې په موضوع بايد پوره حاکميت ولري.

  • نقد کوونکي بايد پراخه حوصله ولري

مانا دا چې په نقد کې به تلوار نه کوي، داسې نه چې يوه موضوع يې وکتله  او پرته له تحليل او تجزيې څخه د نقد قلم پسې راواخلي.

  • د نقاد نقد بايد اهميت لرونکي وي

مانا که يې نقد ګټه نه درلوده ، يا يې په علمي ډګر کې موثريت نه و، بايد ترې تېر شي.

مثلاً يو ليکوال ډېر مهم کتاب ليکلي، نقاد راجګېږي، فونټ ، رنګونه او ځينې نورې جزوي برخې يې ننګوي ، چې دا کار د دومره زيات اهميت لرونکي نه دي.

منير احمد تنوير

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button