
عزيزي: کلتوري بنسټونه د اسلامي او ملي ارزښتونو د تمثیل او دفاع سنګرونه دي
د افغان فلم نوی ټاکل شوی رئيس فيض اللّٰه جوهري په رسمي توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د معين له لوري د دغه رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د افغان فلم نوی ټاکل شوی رئيس فيض اللّٰه جوهري په رسمي توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د معين له لوري د دغه رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د اطلاعات اوکلتور وزارت د هنراو کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې افغان فلم د هېواد د کلتوري اورګانونو په ردیف کې لوړ او مهم ځای لري او کلتوري بنسټونه د اسلامي اوملي ارزښتونو دتمثیل او دفاع سنګرونه دي.
عزیزي زیاته کړه، چې تېرو رژیمونو افغان فلم د بهرنیانو د پروژو او خاصو اجنډاوو د تطبیق اورګان ګرځولی و او په تخنیکي او علمي لحاظ یې زیات زیانونه اړولي وو.
نوموړي همدارنګه وويل چې د افغان فلم لیکوالان او کارکونکي بايد يوازې د ښاري سیمو د کلتور او دودونو انځورګري او استازيتوب ونکړي، بلکې د ټول هېواد په کچه تګلاره او هر اړخیزې برنامې ولري.
مولوي عتیق الله عزيزي همدارنګه وويل چې بهرنيانو ۲۰ کاله افغانان په بمونو، چاپو او ډول ډول وحشتونو د هدف ګرځولو سربېره د مستقيمو کلتوري یرغلونو او زهرجنې ستراتیژيو په کارکولو سره يې اولس هدف ګرځولی و او اوس باید د افغان فلم په مستندو ریښتینو فلمونو او خواریو د هغو جبران وکړای شي.
د يادونې وړ ده، چې د افغان فلم نوي رئیس فیض الله جوهري په يادو مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې د دغې ادارې تخنیکي او علمي برخو ته به پاملرنه کوي او نوښتونه به پکې راولي.