
عدالت ته لنډه کتنه
په فارسي کې عدالت د ظلم ضد او د داد او فریاد اخیستنې سره مترادف دی، عدالت د ریښتیا، فریاد اورېدنی، فریاد، یوشان، جوړې، منځتک او برابري په مانا دي.
دعدالت لغوی مانا
په فارسي کې عدالت د ظلم ضد او د داد او فریاد اخیستنې سره مترادف دی، عدالت د ریښتیا، فریاد اورېدنی، فریاد، یوشان، جوړې، منځتک او برابري په مانا دي. ابن منظور د دوه وضعیت یا حال ترمنځ د منځني اندازه کچی ته (اعتدال) وایي او هغه چې په انسان نفس کې د اعتدال سبب ګرځي، عدالت دی. همداراز راغلي دی: ظلم ته له برید څخه تېری او په غیر ما وضع له، او نامناسب ځای کی د یو شي اېښودلو ته وایي.
د عدالت تعریفونه
په تړاویزو سرچینوکې، د عدالت څخه بېلابېل تعریفونه راغلي دي. افلاطون د عدالت په تعریف کې وایي: « عدالت هغه دی چی هرڅوک هغه څه چې حق یی دې په لاس راوړي او یو حرفه پرمخ یوسي، چې وړتیا او استعداد لری.» همداشان افلاطون وایي: «په خپل کار لاس پورې کولو او د نورو کار کې ډډه کول عین عدالت دی».
د دريګونو ځواکونو هر یو (د عقل، غصه او شهوت)، په خپل ځای کې ځای پر ځای شي او عقل باید په نورو دوه ځواکونو واکمن او مسلط شي؛ همداشان حکومت هم د حکیمانو او ځلنده ګانو وړ دی او عدالت هغه دی چی دوه نورې طبقې ( پوځیان او عام وګري) د حکیمانو تابع واوسي. د ارسطو په اند عدالت هماغه اعتدال او منځتک څخه عبارت دي او وایی: (….. د ژوندانه غوره ډول هغه دی چی پرمختګ او اعتدال پربنسټ ولاړ وي ….)، په بله وینا، د ( افراط ا تفریط) ترمنځ د منځنۍ کچې مراعاتولو ته عدالت وایي. عدالت د نورو فلضیلتونو مور ده او د هر شي فضیلت په منځنۍ کچې کې دي.
د روم پوهانو او د فکر خاوندانو چې سلیم عقل او طبیعي قانون (فطری حقوق) د حقوقو بنیاد او بنسټ ګنه « طبیعي قانون او د هغې پلي کېدل» تعریفوي. سیسرون وایي: « عدالت د طبیعي قانون څخه عبارت دي او طبیعي قانون هر ځای کې یوشان، بدلون نه منونکی، همیشنۍ او ټولوخلکو او دولتونو ته الزام راوړونکی دی. ټول قوانین د دې لپاره چې عادلانه وي، له طبیعي قانون سره همغږي اوسي، د انسان سلیم عقل د طبیعي قانون سره د قوانین معیار دی او طبیعي قانون خدای تعالی مقرر کړی دی.
د رواقیانو د فلسفې په لید داچی ټول بشري وګړي د عقل څخه ګټې اخیستونکی دی، د طبیعي څخه خبراوی لري. همداسې، طبیعي قانون د نړیوال عقل څرګندوونکی دی. پر دی بنسټ په روم کې( د ټولو په حال کې شامل) څرګند شو د عدالت په تعریف کې «ګډی ګټې» مفهوم هم مراعات شو. په منځنۍ پیړیو کې مسیحي متالهان، عدالت د مسیحي الهیاتو په متن کې مطرح کوي او د عدالت بحثونه د سیاست څخه واټن نیسي او په مسیحیت کې د کلام علم ته نږدې کېږي. د تاریخ په دې برخه کې ځانته ځانګړې کوي، د تکوینې عدالت ډېری خبرې دي او په ریښتیا سره ( د قیصر کار قیصر ته ) پرېږدي یا سپارلی. سنت آګوسټین ( ۴۳۰- ۳۵۸ م)، عدالت د الهي نظام سره سمون او مطابقت تعریفوي. همداشان، توماس آکوییناس( ۱۲۲۵- ۱۲۷۴ م)، بشري قانون په لازمي توګه د الهي د قانون څخه څرګند شوی بولي او باوري دی چې بشري قوانین باید د الهي قوانینو څرګندوی اوسي، په همدی بنسټ کولای شو ووایو، د آکوییناس په اند، عدالت بشري امر نه دی، بلکې د الهي امرونو یو امر دی.
هابز د عدالت په تعریف کې وایي:
« په کره توګه عدالت په تړون او پیمان د وفا څخه عبارت دی، په داسې حال کې چی نوروهم په خپل قول او پرېکړه وفا کړې وي»؛ د کانت په اند کې عدالت هرهغه عمل دی چې بنسټ په دې وي چې د هرچا آزادي د ټولو له آزادۍ سره یوشان شي. په دې هلکه ټولچاری (کلی ) حکم دادی چی: « داسې کړنه وکړه چې ستا آزادي د یو ټولچارې قاعدې سره سم، د ټولو خلکو له آزادۍ سره برابري او جوړښت ولري.» په ریښتښیا چې کانت هغه ټول حالات عادلانه ګڼي چې په هغې کې د آزادۍ د عام قانون سره سم، د فرد ارادې د نورو له ارادې سره جمع شي، اما د مارکس په اند، عدالت او د هغې تعریف بشپړ څرخېدل مومي، هغه د اقتصادي او معیشتي لید، د عدالت په هکله وایی:« ټولنه کولای شي په خپل بیرق ولیکي: له هرچا د توان په اندازه او هرچا ته د وړتیا په اندازه.»؛ د شلمه پیړۍ د فکر خاوندانو له انده، له هغه ډلې«راولز» یو ځل بیا د عدالت به وصف کې بدلون پېښېږي. راولز د عدالت په توصیف کې لیکي: « عدالت په اصل کې عبارت د بې وجهي امتیازاتو له منځه وړلو او د انسانانو د ټکر کوونکي غوښتنې په ټولنیز جوړښت کې ریښبیا برابري دي».
د اسلامي حکیمانو له انده، د عدالت تعریف زیادتره هغه تعریفونو ته ورته دي چی د فطري حقوقو پلویانو وړاندې کړی وي، لکه د فارابی له انده عدالت، به حقیقي ځای کې د چارو ځای پرځای کولو د استحقاق او اهلیت او وسطیت او ورپسې برابري رعایتول دي.
هغه څه چې د عدالت د تعریف په هکله بیان شول، ومولیدل او لوېدیځ پیلسوپانو چې د دې مفهوم بېلابېل انګېرنې وړاندې کړي دي، کولای شو ووایو: د لرغونې یویاني پوهانو ( سقراط، افلاطون او ارسطو) له انده عدالت یو انتزاعي مهفوم دی چې یوازې حکیمان او پوهان هغه پېژني او عدالت د انسان د بدن د ځواکونو ترمنځ تعادل دی اوهمدا تعادل په ټولنه کې هم باید پلی شي، عدالت له وړاندې ورکول شوی ماهیت لري چی ټول نه شي کولای هغه پیدا کړي. د ارسطو به اند له نابرابرو وګړو سره برابر چلند عدالت نه دی. نو بیا ښکاره له متفاوتو وګړو سره برابر چلند، د ظلم یا ستم ډول ګڼل کېږی او د ناوړه او متفاوتو افرادو سره نابرابر چلند عین عدالت دی، د دی لیدلو پربنسټ په ریښتیا کې، عقل عدالت موندونکی دی، نه عدالت جوړونکی.
د مسیحي د متالهانو په اند، د عدالت ډېر بحث تکویني دی او بشري قوانین باید د الهي قوانین څرګندوی وي، عدالت بشري امر او بشر جوړ کړي نه دي، بلکې الهي امر دی. لنډه داچې، دعدالت په تعریف کې، بېلابېل لیدلوري بیان شوي چیې په بېلابېلو مبناوو لکه عقل، طبیعت شرع او یا د ګټې احساس بیانونکي دي.
پوهنیارعبدالرحمن میرزایی