ګزارش

عبدالسلام حنفي: افغانستان د اقلیمي بدلون لامل نه، بلکې له اقلیمي بدلون څخه له نورو زیات اغېزمن شوی هېواد دی

د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د چاپېریال ساتنې ادارې لخوا د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځ په خاطر جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال او نورو حکومت مسوولینو سربېره، د ملګرو ملتونو د سازمان استازو او د پوهنتونونو استادانو ګډون کړی و؛ دوی نړیوال د افغانستان په چاپېریال ساتنه کې ګرم وبلل او یو ځل یې بیا ترې وغوښتل چې له دې ادارې سره دې سیاسي چلند نه کوي، دې برخه کې دې له تعامله کار واخلي او مرستې دې وکړي. دوی له نړیوالو دا هم وغوښتل چې په راتلونکي نړیوال کنفرانس چې د ۲۰۲۴ کال په اخر د اذربایجان پلازمینه کې جوړېدونکی دی، اسلامي امارت ته دې هم پکې د ګډون اجازه ورکړي.

د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د چاپېریال ساتنې ادارې لخوا د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځ په خاطر جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال او نورو حکومت مسوولینو سربېره، د ملګرو ملتونو د سازمان استازو او د پوهنتونونو استادانو ګډون کړی و؛ دوی نړیوال د افغانستان په چاپېریال ساتنه کې ګرم وبلل او یو ځل یې بیا ترې وغوښتل چې له دې ادارې سره دې سیاسي چلند نه کوي، دې برخه کې دې له تعامله کار واخلي او مرستې دې وکړي. دوی له نړیوالو دا هم وغوښتل چې په راتلونکي نړیوال کنفرانس چې د ۲۰۲۴ کال په اخر د اذربایجان پلازمینه کې جوړېدونکی دی، اسلامي امارت ته دې هم پکې د ګډون اجازه ورکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست رئیس حافظ عزیزالرحمن سالم چاپیریال د حسي او معنوي چاپېریال لپاره یو مهمه عنصر ګڼي، خو وایي چې ایکو سیستمونه په ټوله نړۍ کې له ګواښ سره مخ دي او طبییعي چاپېریال چې د انسان د ژوند سرچینه ګڼل کېږي د ویجاوېدو په حال کې ده؛ نو هېوادونو ته پکار ده چې ټول په ګډه سترو چاپیریالي ننګونو ته د رسېدو لپاره کار وکړي. نوموړی افغانستان کې د چاپېریال ساتنې عمده ننګونې، د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اقلیم بدلون، وچکالي؛ خطرناکه او ناڅاپي سېلابونه؛ د ځمکې او ځنګلونو تخریب، د خاورې تخریب، بېدیا کېدل، د ایکو سیستم او ژوند بڼو له منځه تلل ګڼي. هغه وایي چې د اسلامي امارت په هڅو سره د ځنګلونو د پوښښ کچه چې ۱.۵ سلنې ته ښکته شوې وه، ۲.۸ سلنه زیاته شوې ده. ښاغلي عزیزالرحمن د چاپېریالي پالیسیو او ستراتیژیو لاسته راوړنو یادونه هم وکړه، چې په وینا یې د چاپېریال قانون بیاکتنه، د چاپېریال ملي پالیسۍ تدوین، د ژوندو بڼو ملي ستراتیېژۍ جوړول، د څلورو چاپېریالي طرزالعملونو جوړولو، د ادارې د ستراتیژیک پلان بیاکتنه، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پراختیایي برنامو تدوین، د هېواد د لویو ښارونو د هوا ککړتیا د راکمولو، مخنیوي او کنټرو پنځه کلن پلان تجدید او د اوزون پوړ ویجاړوونکو ګازونو(HFC) د مصرف او تورید د کنټرول په موخه د کیګالي تعدیلاتو تصویب کې لاسته راوړنې لري. هغه د راتلونکو پلانونو په اړه هم وویل چې د ۱۴۰۳ – ‍۱۴۱۰ کال پورې د نهال شانۍ د ملي طرحې جوړول، په راتلونکو ۵ کالونو کې د اقلیمي بدلون اغېزو راکمولو او شنو ساحو د پراختیا په موخه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د څېړنیزو فارمونو او قوریو د طرحې جوړول، د ژوند بڼو ملي ستراتیژۍ له لارې تر ۲۰۳۰م کال پورې د ټول افغانستان په کچه ۱۰ سلنه ځمکه د ساتل شوې سیمې او ژوند بڼو د پټنځای په توګه تر پوښښ لاندې راوستل، د اړوندو امارتي ادارو په همکارۍ د راتلونکو ۳ کالونو لپاره په کابل ښار کې د غیر متمرکزو تصفیه خانو د جوړولو لپاره د مناسب ځای ټاکل؛ پلانونه په لاس کې لرو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل چې د اروپا د صنعتي انقلاب راوروسته د طبیعت ویجاړونکې ټکنالوژۍ څخه بې حده زیاتې استفادې چاپېریال ته خطر پېښ کړ او د نړیوالو د اندېښنې وړ وګرځېده. هغه له نړیوالو هم په دې برخه کې د مرستو غوښتنه وکړه، ښاغلي حنفي وویل: د نړۍ صنعتي هېوادونه چې تر ټولو زیات ګلخانه‌یي ګازونه تولیدوي، مسوولیت لري چې د افغانستان په څېر هېوادونه چې له دغه مشکله رنځ وړي مرستې وکړي. نوموړی وایي چې اسلامي امارت د بیدیایي او وچکالۍ په وړاندې هم لویې برنامې په لاره اچولې دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام مشر استیفن رودریګز افغانانو ته د مرستو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې زمونږه دا هڅې دي چې د اوبو د مدیریت لپاره څاګانې، بندونه، چکډیمونه او احتیاطي دیوالونه جوړ کړو. هغه وویل چې سږکال د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې شعار د بیدیایي، وچکالي او ځنګلونو له منځه وړلو په وړاندې مبارزه ده. نوموړي زیاته کړه: یو ځل بیا غواړم چې ووایم(UNDP) او په ټوله کې د (UN) ادارې خپلې ټولې هلې ځلې کوي چې د اسلامي امارت په دې برخه کې خپلو منابعو او نړیوالو کنفرانسونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو د بېدیا کېدو سره د مبارزې کنوانسیون د ارزونو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۰ سلنه ځمکه د بېلابېلو لاملونو له امله تخریب شوې چې په مستقیم ډول یې د نړۍ د نیمایي نفوس ژوند له ګواښ سره مخ کړی، په داسې حال کې چې پرله پسې وچکالي له ۲۰۰۲ کال راهیسې ۲۹ سلنه زیاته شوې ده او د هېوادونو له خوا د عملي او بېړنیو اقداماتو پرته دا په هغو ټولنو کې زیاتې منفي اغېزې کولی شي چې پر کرنیزو اقتصاد او طبیعي سرچینو تکیه کوي.

 

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button